حمدالله محب په څلورو میاشتو کې دننه د طالبانو د ځپلو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار « حمدالله محب» وايي، طالبان نور د جګړې په ډګر کې ځپل شوي او په څلور میاشتو کې دننه په ملا ماتېدلای شي.

محب چې له طلوع نیوز سره یې خبرې کولې وویل « طالبانو نور د جنګ ساحه بایللې او که زموږ د امنیتي ځواکونو عملیات همداسې ادامه ولري نو په څلورو میاشتو کې دننه د طالبانو د ملا تیر ماتېدلای شي».

د محب په خبره؛ د طالبانو او امریکا تر منځ وروستي مذاکرات ساړه ښکاري او امریکا نشي کولای له طالبانو سره په هغو مسایلو بحث وکړي چې د افغانستان په حکومت پورې اړه لري « امریکا د یوه اړخ په حیث له طالبانو سره په ځینو موضوعاتو خبرې کوي خو هغه موضوعات چې د افغانستان په حکومت پورې اړه لري نشي کېدلای په دې خبرو کې وڅېړل شي او اړتیا ده چې افغان حکومت په مستقیم ډول له طالبانو سره ورباندې وغږېږي».

محب همدا راز پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړ او ادعا یې وکړه چې طالبان د پاکستان له تکیې پرته یوه ورځ هم جګړې ته دوام ورکولای نشي « تر هغو چې د طالبانو له ملاتړي هیواد پاکستان سره خبرې ونکړو له طالبانو سره خبرې پایله نه ورکوي او د پاکستان له مرستې پرته طالبان د جګړې په ډګر کې یوه شېبه هم تم کېدای نه شي».

د ملي امنیت شورا سلاکار داسې مهال په څلورو میاشتو کې دننه د طالبانو د ځپلو ګواښ کوي چې، هغوی د هیواد تر نیمايي په زیاته خاوره حاکم دي او په جګړه ئیز ډګر کې په امریکايي او ګډو ځواکونو برلاسي ښکاري او همدا شېبه یې د تخار او بدخشان په ګډون د هیواد ګڼې ستراتېژيکې سیمې له سقوط سره مخ کړې.

په ورته مهال، د محب ادعا چې امریکا نشي کولای له طالبانو سره هغه څه فیصله کړي چې په ګډ حکومت پورې اړه لري، داسې مهال رامخې ته کېږي چې د طالبانو او امریکا تر منځ احتمالي  نهايي مذاکراتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې او تمه ده امریکا له طالبانو سره په مهمو حیاتي موضوعاتو باندې پریکړې ته ورسېږي او له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.

یاد مذاکرات چې ګډ حکومت پکې په بشپړ ډول منزوی شوی، وروسته له هغه په قطر کې پیل شول چې د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» پر طالبانو د پاکستان د فشار ستراتېژي و ازمویله خو ناهیلی شو او ورته څرګنده شوه چې پاکستان د فشار له لارې په طالبانو څه منلای نه شي.

avatar
10 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

هههههه
يا الله توبه، زه نپوهيږم چه دغه خداي شرمولي انسانان د شرم په نوم هم څه پيژني؟

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

محب خانه دا خبري مو له وچ او تش تبليغ پرته بل څه نه دي او دا تبليغات مو هم خيالست ومحالست وجنون. په دې توخالي ډنډورو به ځانونه وغولوئ، خو خلک هر څه په رڼو سترګو ويني او په دې افلاکو هيڅ نه غوليږي. له تا پرته د حکومت نور ټول چارواکي او مامورين چيغي وهي چي د هيواد په ګوټ ګوټ کي د طالبانو جګړه ييز عمليات ورځ تر بلي زور اخلي او په ټول هيواد کي ان د کابل په شمول امنيت نسته، خو ته بيا د دغو ټولو د سترګو ليدلي حالات او عيني واقعيتونه، د… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

محب جانه! بیا دی بی خلطه فېروکی. هغه دتیر وار بی ابی هیره سوله.

تورګل افغان
میلمه
تورګل افغان

دامریکی جنګ د ټرمپ د سپینی ماڼی جنګی ستراتیجۍ په خپل سر مه اخلی. د امریکی جنګ د افغان ولس سره دی اوس ستاسو خوښه که د امریکی کفارو په صف کی دریږی او که د افغان مظلوم بی دفاع ولس سره؟
د اور تیزولو او ګرمولو ته بابوزی مه وهی د افغان ولس وژنی او قتلونه بس کړی. سولی ته کار وکړی د سولی راستلو لاری مه بندوی د اشعالګرو په شړلو کی د افغان ولس سره څنګ په څنګ ودریږی.

فدامحم نومير
میلمه
فدامحم نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط محب صاحب ، لږ يي سړه خوره ، ستا په څير دا پوره اتلس کاله ستاسو سلف ، ستاسو بادار دا نارې سورې ‌‌‌‌‌‌ډيري ووهلې ، ولي دلاس څخه وتلې يوو انچ خاوره يي بيرته نه ده نيولې . او نه يي هم د مقاومت مټ مات کړي دی. هسي مه خپل همکاران او مه خپل بادار په دې لافو او شاپو سره تيرباسئ . يقين لرم چي نن او سبا به د ‌‌‌‌‌‌ډکو جيبو سره د فرار لار نيسې . تاسو چي د دري څلويښتو هيوادونو په ملاتړ سرلوڅي او پښې لوڅي مجاهدين نسی… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

ولی دا دوه ولسوالی چی غزنی کی طالبانو له لاسه ورکړی دا څه دی. آیا طالبانو سره کوم ولایت هم شټه؟ پر له پسی زندانونه یی ماتیږی. طالبانو ته ولی مجاهدین وایی مجاهدینو خو روسانو سره موالات نوه کړای خو طالبان خو د روسانو څخه کمکونه اخلی وسلی تر لاسه کوي. ته پوهیږی چی د یوی ورځی د جنګ خرچه ځومره ده؟ بدون د کمک له بهرنه په والله که یوه ورځ هم جنګ وکړی هم تاسی او هم حکومت. صرف یوه وچه ډوډی زرو نفرو ته په ۲۴ ساعتو کی محاسبه کړه څومره کیږی. چی یوه یوه ډوډی وچه… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

هلکه ته په سیاست نه پوهیږې !

حکیمي
میلمه
حکیمي

ګوړه ګوړه یادوه خله به دې خوږه وي

Karwan
میلمه
Karwan

محب جانه، که ژوندي پاته شوي نو بيرته به هلته تښتي له کوم ځاي ځخه چه راغلي ئي، اما هلته دهم مخ تور دي ځکه اوس امريکايان په ښه سترګه نه درته ګوري. کوشش کوه چه یوه بله دژوند لاره ځان ته ولټوي. کاروان

جميل
میلمه
جميل

اوه د خو اوس بی وخته اذانونه شروع کړه . محبه تا به پرتوګ لا نه و اغوستی چی بادارانو دی تر تا لا ډيری باټی او لوی لوی خبری کولی او هر جنګی قوماندان چی به يی ناکاميدی او بل يی پر ځای کښينستی هر يوه به همدا باټی وهلی چی طالبان به ډير ژر ختم کړی . تا ويلی چی امريکا د غلام دولت موضوعات د طالبانو سره په مذاکراتو کی نشی څيړلای ، ته شوده لکه چی اوس په پوه شوی چی طالبان د امريکا سره پخپلو داخلی موضوعاتو اصلاََ بحث نکوی او نه هم د دی… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
د محب سترګی سری دی،نوی تکنالوژی او نوی تکتیکونه یی تر لاسه کړی دی.
طالیبانو هم سترګی سری نوی روسی تکنالوژی لری.
خو کاش چه طالیبان او دولت دجنګ لپاره یوی دښتی ته سره وتلی وای.دا عام ولس یی نه قتلولی.

pattang
میلمه
pattang

په مخ کې وختونو کې یانې زما نو کې او هم زما په زمانه کې به داسې خبرې به یارانو د کونیانو خبرې ګڼلې او بللې ، چې عقل او منطق به پکښې ځای نه لار ه !! محب دا مریکې په دربار کې ځان رټلی که او طوق لعنت یې واخیست ! اوس دا چټل خپل ځان دافغانستان دملت په وړاندې هم رټلی معرفي کوي !!