افغانستان

افغان او پاکستاني چارواکي نن په اسلام اباد کې غونډه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): تمه ده افغان او پاکستاني چارواکي نن ورځ «دوشنبه» د پاکستان په پلازمېنه «اسلام اباد» کې راټول شي او پاکستان ته د حکومت مشر «محمد اشرف غني» د سفر په ګډون په ګڼو مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، یاده غونډه چې افغان لوری به پکې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال « ادریس زمان» له لوري رهبري کېږي نن په اسلام اباد کې رابلل کېږي او تمه ده د دوه اړخیزو اړیکو، تجارت او پاکستان ته د حکومت مشر «غني» د سفر موضوعات به پکې وڅېړل شي.

د اسلام اباد نننۍ غونډه پاکستان ته د حکومت د ملي امنیت د شورا سلاکار « حمدالله محب» د سفر په تعقیب رابلل کېږي، محب چې دتېرې میاشتې په وروستیو کې اسلام اباد ته تللی وو، هلته یې د پاکستان په لوړ پوړو چارواکو سربېره ددې هیواد د فوځ له مشر « جنرال جاوید قمر باجوه» سره هم لیدلي وو او په افغان سوله کې یې له نوموړي د همکارۍ هیله کړې وه.

محب همدا راز تمه کړې وه څو پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو یوه غونډه راوبولي او د افغانستان روانه جګړه د هماغه علماوو له دریځه وارزوي.

په داسې یو حالت کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د افغان سولې خبرې یو حساس پړاو ته ننوتلي او تمه ده په نږدې راتلونکې یوې وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي، د شنونکو له قوله د ګډ حکومت له لوري دې خبرو ته د پاکستان راکاږل  د سولې د روانو خبرو د سبوتاژ ناکامه هڅه او اسلام اباد ته د امتیاز له ورکولو پرته بل څه نشي کېدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تورګل افغان

د افغان ولس د هیلو ډیوی مه مړی کوی او د سولی د سبوتاژ هڅی نوری بندی کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x