افغانستان

طالبان: د ملکي تلفاتو اړوند د یوناما راپور «توطیه» ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، د یوناما له لوري د ملکي تلفاتو په تړاو خپور شوی وروستی راپور بې بنسټه او ددوی په وړاندې توطیه ده.

دطالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد»په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي « په کابل کې د یوناما له دفتر څخه اعلامیه خپره شوې چې په کې په مبهم ډول ويل شوي چې د روژې په میاشت کې د اشغال د مخالفینو لخوا په کابل کې تر سلو پورې ملکي خلک وژل شوي، اسلامي امارت د هغو بریدونو مسئول ده، ځواب او توجیه يې لري چې پخپله يې تر سره کړي او مسئولیت يې هم منلی، هغه بریدونه چې د داعش یا نورو نامعلومه کړیو لخوا ترسره کیږي، هغه هم د مخالفینو په نامه د اسلامي امارت مجاهدینو ته یو ډول منسوب ښودل د یوناما لخوا هغه حرکت دی چې غواړي د اسلامي امارت د مجاهدینو په خلاف توطئه وکړي».

اعلامیه زیاتوي « موږ په کراتو له یوناما او نورو بشری نهادونو څخه غوښتي چې که دوی واقعا د انسانانو له ژوند سره دلچسپي لري، د جنایاتو په اړه د مسئولیت احساس کوي او پرې خفه کیږي، د مبهمو تورونو او یوطرفه قضاوتونو پرځای دې په واضح ډول واقعي جنایت کاران او هغوی چې د انسانانو په سر هره میاشت په زرګونه ټنه باروت اوروي وغندي او په وړاندې دې يې ښکاره موقف ونیسي».

د اعلامیې له مخې طالبانو په روژه کې د کابل په ګډون د هیواد په هیڅ ولایت کې داسې برید نه کړی چې ملکي خلګ دې پکې په نښه شوي وي، ددوی په وینا؛ اوس په ولایتونو کې یوازې عام المنفعه تاسیسات او ولسي وګړي د امریکايي او دولتي سرتېرو له لوري په نښه کېږي او درنه مرګ ژوبله ګالي خو یوناما یې بیا هم په وړاندې چوپ پاتې ده.

طالبان وروسته له هغه دا غبرګون ښيي چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا «یوناما» په یوه راپور کې ادعا وکړه چې د «حکومت ضد وسلوالو» له لوري په روژه کې په قصدي ډول عام خلګ په نښه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
مجاهد د طالیبانو ویاند ته.
په روژه مبارکه میاشت کی د جمعه په ورځ ،مولانا ریحان ورسره نور دیارلس کسه په جومات کی د حضرت عثمان رض په شان، په وینو کی لت پت نه شول؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x