
مه يادوه…!! حماد ماليار
حماد ماليار
زه د درد کيسه کې نه يم ، ته ملهم مه يادوه
زه دې هم نه يادومه ، ته مې هم مه يادوه
چې رقيب پکې واکدار دى، چې نصيب دې پکې نشته
هغه سيمه ، هغه کلى ، هغه چم مه يادوه
پټ يې ساته په ګرېوان کې لکه تخې تخې وينه
ژړاند زړه ته د مجروحو سترګو نم مه يادوه
په دې ټکنده غرمه کې چې ورتلل مې ناممکن دي
د حرم د دېوال سيورى او زمزم مه يادوه
د ذرې ذرې په شمېر په اندازه د سپينو ستورو
هره ورځ د جانان نوم له دې نه کم مه يادوه
ما ته سپينې ښاپېرۍ د سپين سهار په مخ انځور کړه
ما ته تورې بلاګانې او تورتم مه يادوه
بس کړه بس! حماد مالياره! په ګلشن کې ستا د وينو
وږو ، تږو ګـلابــونــو تــه شبــنــم مه يادوه!!