د یوې شپې کم خوب هم د وینې فشار کچه لوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): خوب د انسان په بدن کې د هر نوعې ناروغۍ سره اړیکه لري، که چیرې مو خوب کم یا نارامه وي د یو شمېر نورو ستونزو ښکار کیږئ، په دې لړ کې د یوې شپې کم خوب نه یوازې د بدني ستومانتیا لامل کیږي بلکې د وینې فشار لوړوي.

پوهان په شپه او ورځ کې د اته ساعتونو د خوب سپارښتنه کوي، خو د څو محدودو شپو کم خوب ددې لپاره کافي دی چې د انسان مزاج سر سخته، غوصه ناک او قهرجن کړي، پوهان لا وایي چې د یوې شپې کم خوب انسان د وینې فشار پر ناروغۍ اخته کوي.

دغه څیړنه امریکا کې د یوې څیړنې له مخې چې په کې د ۲۱ کلنۍ نه تر ۷۰ کلنۍ پورې د «۳۰۰» ښځینه او نارینه کسانو ګډون کړی و چې د زړه ناروغي یې نه درلوده وشوه، په دې څېړنه کې د کم خوب او د وینې رګونو سره تړلي ناروغیو ترمنځ بیا کتنه وشوه.

تر دوه ورځني پرلپسې ازموینې وروسته ددوی د وینې فشار کچه وکتل شوخ، په پایله کې وموندل شوه هغه کسانو چې کم خوب یې کاوه راتلونکې ورځ یې د وینې فشار کچه کې زیاتوالی راغلی و.

دوی زیاتوي چې کم خوب د زړه ناروغۍ څخه رامنځته کیدونکی د مرګ ګواښ هم زیاتوي، ددې لپاره اړینه ده چې یو عام کس دې لږ تر لږه ۷ ساعته خوب وکړي، په دې سره د وینې فشار کنترولیږي، د زړه حملې او فالج رامنځته کېدو ګواښ هم کمیږي.

له دې وړاندې په یوه څیړنه کې ویل شوي وو چې د یوې شپې کم خوب انسان د شکر په څېر په ستره ناروغۍ هم اخته کولای شي، په دې لړ کې پوهان د غوره روغتیا لپاره د بشپړ خوب سربېره د وختې ویده کېدو او وختي پاڅېدو سپارښتنه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د