یوراج سینګ له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د هند کرېکټ ملي لوبډلې تکړه چپ لاسي توپوهونکي یوراج سینګ له نړیوال کرېکټ سره د یوه کانفرانس له مخې د مخه ښې اعلان وکړ.

هندی آلراونډر لوبغاړي چې یو شمېر نړیوال ریکارډونه په خپل نوم لري له نړیوال کرېکټ سره په داسې حال کې استعفا اعلان کړه چې له اوږدې مودې راهیسې له لوبډلې بهر و.

۳۷ کلن یوراج سینګ د هند لوبډلې لپاره ټولې (۳۹۸) نړیوالې سیالۍ ترسره کړي دي، چې په کې «۴۰» ټیسټ، «۳۰۴» یو ورځنۍ او «۵۸» شل اوریزې سیالۍ شاملې دي.

نوموړي په دې لړ کې ټولې (۱۱۷۷۸) منډې جوړې کړي، ۱۷ یې سلیزې او ۷۱ یې نیمه سلیزې وهلې دي، ددې سربېره یې په نړیوالو سیالیو کې ۱۴۸ ویکټې هم اخیستې دي.

یوراج سینګ یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په یوه اور کې یې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې شپږ شپږیزې وهلې دي، نوموړي دغه کارنامه په ۲۰۰۷ نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې د سټیورټ براډ په اور کې ترسره کړې ده.

نوموړي په ۲۰۱۱م کال کې هند لوبډلې ته په نړیوال جام ګټلو کې په زړه پورې کارکردګي نندارې ته وړاندې کړه، یوراج سینګ په دغه نړیوال جام کې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې وه.

د یاد نړیوال جام پرمهال یوراج سینګ د سرطان ناروغۍ ښکار شو خو په دغه حال کې یې هم لوبو ته دوام ورکړی و، چې له هغې وروسته یې درملنه ترسره کړه، خو بیا یې لوبډله کې بشپړ ځای ونه موند.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د