نړۍ

قطر امریکا او ایران د تاوتريخوالي کمولو ته رابللي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): قطر په منځني ختيځ کې هغه هېواد دی، چې ایران او امریکا دواړو سره ښې اړيکې لري او له سدواړو هېوادونو يې غوښتي، چې پيدا شوی تاوتريخوالی د خبرو له لارې حل و فصل کړي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په لندن کې خبريالانو ته ويلي: «د تهران او واشنګټن ترمنځ روان تاوتريخوالی تل نه شي پاتې کېدی او موږ له دواړو هېوادونو غواړو، چې شته تاوتريخوالی د خبرو له لارې حل کړي.»

په سيمه کې د سعودي او ایران او  همدارنګه د امریکا او ایران ترمنځ تاوتريخوالي د زياتېدو له امله د منځني ختيځ امنيت له ګواښونو سره مخ ښکاري.

روسيه، فرانسه، المان، جاپان او په منځني ختيځ کې قطر له ایران او امریکا غواړي، چې شته تاوتريخوالی د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

په عين حال کې د المان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس هم تهران ته رسېدلی او هلته به له ایراني چارواکو د اټومي تړون په ژغورنې او امريکا سره د پيدا شوي تاوتريخوالي په کمولو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې، چې امریکا ایران منځني ختيځ کې په ناامنيو تورنوي او ایران پر امریکا تور لګوي، چې له اټومي تړونه په وتلو دغه تړون ته د زيان رسولو هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تورګل افغان

امریکا او ایران د یو سنګر دوستان او یاران دی. د مسلمانانو تیرایستلو لپاره په ظاهره د دښمنۍ سیناریو وړاندی کوی. یو مسلمان ورته عوښه او بل ورته چاړه کړی.
ای مسلمه امته اتفاق اتحاد او د کفارو دسیسو ښکار نشی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x