افغانستان

فراه کې يوه تن د خپلې کورنۍ لس غړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د فراه خاک سفېد ولسوالۍ کې يوه تن د کورني تاوتريخوالي له امله د خپلې کورنۍ لس غړي او يو ګاونډی وژلی دی.

د فراه د ولايتي شورا غړی دادالله قانع وايي، چې پېښه تېره ورځ د خاک سفېد په سرکاريز سيمه کې رامنځته شوې ده

د قانع په خبره خشمېدلي سړي له لفظي شخړې وروسته د خپلې کورنۍ لس غړي او يو ګاونډي وژلی او څوارلس نور يې ټپيان کړي دي.

قانع وايي، د بریدګر په ډزو کې ښځې او ماشومان هم وژل شوی دی.

دادالله قانع رسنيو ته ويلي، چې پېښه د طالبانو تر واک لاندې سيمه کې رامنځته شوې او قاتل هم د طالبانو له لوري نيول شوی دی.

د پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x