سرچینه: اشرف غني د رشوت په توګه حکمتیار ته ۸۵ ملیونه افغانۍ ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د وروستۍ مشورتي لویې جرګې د جوړولو یوه چارواکي ضیاء الحق امرخېل ویلي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته یې په خپل لاس د اشرف غني ۸۵ ملیونه افغانۍ رشوت رسولی دی.

د سپوتنیک رسنۍ په حواله نوموړي ویلي، حکمتیار د تیرې مشورتي لویې جرګې په اړه ګواښ کړی وو چې په مظاهرو به لاس پوري کړي، چې له امله یې ارګمشر اشرف غني مجبور شو د هغه حق السکوت د پیسو په بدل کې واخلي.

د سرچینې په قول ولسمشر اشرف غني د مشورتي لویې جرګې سره د نورو سیاسیینو پریکون سخت وارخطا کړی وو، هغه لومړی سلام رحیمي حکمتیار ته لیږلی وو، خو نوموړی د کوم تفاهم پرته بیرته ناکامه راګرځېدلی وو. سرچینه زیاتوي، امرخېل د خپلو ملګرو به مجلس کې ویلي چې زه حکمتیار ته ورغلم، نوموړي په ملیونو ډالرو غوښتنه وکړه چې وروسته زما په توسط پر ۸۵ ملیونه افغانیو توافق وشو.

امرخېل وایی چې د مشورتي لویې جرګې پر وړاندي د ګلبدین حکمتیار سکوت یې په ۸۵ ملیونه افغانیو واخیست، که ارګ لږ نور لاس پراخ کړی وای، کولای یې شوای چې حکمتیار مشورتي جرګې ته راولي او د قرآن کریم یو څه تلاوت هم په وکړي.

امر خیل ته منسوب یوه وینا کې ویل شوي، چې حکمتیار په دارالامان کې د «د جهاد فروشی دفتر» خلاص کړی دی او په وینا یې ډېر په ارزانه سودا کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ګلبدينه ! په الله(ج) قسم که به می دومره ذلیلی درباندی پيرزو وه چی د بيشرفه غنی غوندی بی دينه ، بی همته ، او د پردی کفارو غلام تا په پيسو اخلی ، پر ما ډير ګران وی ، اوس هم ژوندی او سالمه يی زمونږ خالق(ج) ډير بخښونکی دی ، په اخلاص توبه وکړه ، بيرته جهاد ته مخ کړه او يا حق ته حق ووايه ، بيابه عزتمن شی ، کنه تر دغه دی هم ذليله او ټيټ ووينم ، ته يوازی نه يی ډير نور دی درسره ډوب کړل ، ستا د سزا جزا به ډيره… نور لوستل »

پژمان
میلمه
پژمان

د امر خیل صفحه وګورئ چې څه ېې لیکلي؟ دا ډول ناسم خبرونه نه یواځې دې رسنئ بلکې ټولو اسلام پالو ډلو ته زیان رسوي. تاسو چې درواغ خپروئ له کمونستانو او ټامیانو سره مو څه فرق وشو؟ مبارزه سالمه وکړئ

جميل
میلمه
جميل

پژمان صاحب ! د اسلام پالو ډلو د سالمی مبارزی يو څو مثالونه خو وړاندی کړی چی دا خلګ د غاصبو کفارو او د هغو د ساتونکو سره څه وکړی ، خو چی د درواغجنو ، کمونسټانو او ټاميانو څخه توپير ولری .