افغانستان

نوماندانو شورا له ټاکنو سره د پرېکون ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ولسمشریزو ټاګنو ته د نوماندانو شورا یو ځل بیا د ګډ حکومت مشران په قانون ماتونې او له واک څخه په غلطې ګټې اخستنې تورن کړل او له ټاکنو سره یې د پرېکون ګواښ وکړ.

ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو نن دوشنبه په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي چې، د حکومت مشران له خپلو سیالو نوماندانو سره د بي عدالتي او تبعیض رویه کوي او له حکومتي صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه اخلي.

اعلامیه وړاندې زیاتوي « د حکومت له لوري د جوزا تر لومړۍ وروسته شوې ګمارنې ناقانونه او په ټاکنو کې د لاسوهنې په موخه ترسره کېږي او له دندې لرې شوي مقامات کولای شي په همدې تړاو خپله دعوی په محکمه کې ثبت کړي.

د اعلامیې له مخې؛ د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان به د حکومت له لوري ددې ګامونو په وړاندې له هر ډول قانوني لارې ګټه واخلي او که اړ شي د ټاکنو تحریم به یې وروستۍ انتخاب وي.

د نوماندانو شورا په پای کې د ټاکنو کمېسیون ته توصیه کړې څو په خپلو پرېکړو کې بې طرفه پاتې شي او خپلې پریکړې د قانون په چوکاټ کې وکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان داسې وخت د ګډ حکومت د مشرانو له وروستیو ګمارنو سرټکوي چې، په دې وروستیو کې دولتي ارګانونو ګڼې نوې ګمارنې لیدلې او د امنیتي او دفاعي سکتور تر څنګ د ټاکنو کمېسیون چارواکې هم رد بدل شوي.

په ورته وخت کې د ولسشمریزو ټاکنو نوماندان په داسې یو حالت کې د ګډ حکومت مشران له حکومتي واک څخه په ناوړه استفادې تورنوي چې په دې وروستیو کې د ګډ حکومت مشر د خپل انتخاباتي ټکټ د ملاتړ کوونکو سره په ګډه ګڼ بهرني او کورني سفرونه کړي چې د شنونکو په باور غیرقانوني او له کمپایني بڼه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x