د پاکستان پخوانی ولسمشر د مالي فساد او جعلي بانک حسابونو په تور ونيول شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د احتساب ملي ادارې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د مالي فساد او جعلي بانکي حسابونو په تور نيولی دی.

د راپورونو له مخې اصف زرداري به نن شپه راولپنډۍ کې د احتساب ملي ادارې «نېب» په دفتر کې  تېره کړي او سبا سه شنبه به محکمې ته وړاندې کړی شي.

د جعلي بانکي حسابونو کيسه څه ده

په ۲۰۱۵  کال کې د پاکستان مرکزي بانک د فدرالي څېړنو ادارې «ايف ای اې» ته وويل،  چې ځينې مشکوک بانکي حسابونه په لويه کچه پيسې يو ځای بل ځای انتقالوي.

دا قضيه د پاکستان سترې محکمې ته لاړه، محکمې د قضيې څېړلو لپاره کمېسيون وټاکه او دغه کمېسيون د خپلو څېړنو په پایله کې د تېر کال ډسمبر کې د جعلي بانکي حسابونو په تړاو د ۱۷۲ کسانو نومونه خپاره کړل.

په دغو کسانو کې د اومني مالي ګروپ مشر انور، پخواني  ولسمشر اصف زرداري او د هغه د خور فریال تالپور نومونه په سر کې دي.

انور مجید او ځينې نور کسان د نېب په زندان کې دي، د زرداري مدافع وکيلانو د روان کال د مارچ مياشت کې د خپل موکل د خلاصون لپاره ضمانتونه کړي وو، چې بالاخره نن يو ځل بيا د نېب له لوري ونيول شو.

د زرداري مدافع وکيلانو د ټيم مشر فاروق اېچ نايک د احتساب ملي ادارې «نېب» له لوري د اصف زرداري نيول ناقانونه بللي او هوډ يې کړی، چې د خپل موکل د دفاع لپاره به سترې محکمې ته رجوع وکړي.

د فدرالي څېړنو اداره وايي، چې ۲۸ جعلي بانکي حسابونو ملياردونو روپۍ په مشکوکه توګه لېږدولي او تر اوسه دوی د يوه بانکي حساب څېړنه کړې، چې۴،۵ ميليارده روپۍ يې په مشکوکه توګه لېږدولي دي.

ايف ای اې وايي، د پيسو له دغو مشکوکو لېږدوونو په متحده عربي اماراتو د نصیر عبدالله لوطه ګروپ مشر عبدالله لوطه، اصف علي زرداري، د هغه خور فریال تالپور، د اومني ګروپ مشر انور مجید، د بحريه ټاون څښتن ملک ریاض زوم ملک زين او ګڼو نورو کسانو ګټې پورته کړي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا خو يی د ۲۰۱۵ کيس دی ، لدی نه مخکی هم په وارو محکوم شوی ، تر د دمخه او شاته نور هم ډير په خيانت تورن شوی ، جنرال ضياءالحق چی غوښتل يی ځان آزاد کړی ويی وژی ، پاکستانۍ سيسټم يی جوړ کړی همداسی دی چی خاين به په قدرت کی وی ، ښه مثال يی دا بل بی شرفه چی ګلببو يی په پيسو رانيوله . که دا هم دوی ونکړی نو غلامی د څه لپاره کوی ، خو د بادار چی يی هرڅه زړه وغواړی په کوی يی که ئی عيش او عشرت ورکړ او… نور لوستل »