افغانستان

ګډ حکومت د افغان سولې په برخه کې د پاکستان « مرستې» ته په تمه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول اړین او رغوونکی دی او تمه ده له پاکستان سره وروستۍ ناستې مثبته پایلې له ځانه سره ولري.

صبغت الله احمدي چې، له رسنیو سره یې اسلام اباد ته د ګډ حکومت د چارواکو د سفر او هلته « د افغان سولې لپاره د پاکستان او افغانستان پلان او عمل» په غونډه کې د ګډون په تړاو خبرې کولې وویل «  افغان چارواکو هلته په یاده غونډه کې د ګډون په موخه سفر کړی او تمه ده یاده غونډه به ښې پایلې ولري».

د احمدي په خبره؛ د افغان سولې په برخه کې د پاکستان رول اړین دی او موږ په دې برخه کې ددې هیواد د هڅو عملي کېدو ته په تمه یو.

د افغان سولې لپاره د افغانستان پلان او عمل غونډه چې نن په پاکستان کې ترسره شوه، د افغان لوري مشري پکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «ادریس زمان» او د پاکستانی پلاوي رهبري د « سهیل محمود» له لوري کېده.

غونډې ته نږدې سرچیني وايي، افغان چارواکو په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر « شاه محمود قریشي» سره هم لیدلي، قریشي له افغانستان سره د اړیکو د رغولو د ارادې د څرګندولو تر څنګ ادعا وکړه چې هیواد به یې د افغان سولې په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي او په همدې اړوند به له افغان چارواکو سره ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ګډ حکومت چارواکي د ملي امنیت شورا د سلاکار « حمدالله محب» د سفر په تعقیب اسلام اباد ته ځي، محب چې د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې پاکستان ته تللی وو هلته یې د پاکستان د فوج په مشر سربېره له ګڼو چارواکو سره کتلي وو او د افغان سولې د تامین په برخه کې یې له هغوی د همکارۍ هیله کړې وه.

د ګډ حکومت چارواکي داسې مهال د افغانستان د سولې په برخه کې پاکستان ته د همکارۍ ځولۍ غوړوي چې،  دطالب او امریکايي استازو تر منځ احتمالي وروستي دور مذاکراتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې او دواړه لوري تمه لري چې په تېرو پړاوونو کې شوې خبرې به وروستۍ کړي.

د طالب او امریکايي استازو تر منځ مذاکرات په داسې یو حالت کې وروستۍ پایلې ته په نږدې کېدو دي چې ګډ حکومت په یادو مذاکراتو کې په پشپړ ډول منزوی شوی او له شوو خبرو هیڅ معلومات نه لري.

د شنونکو په باور؛ ګډ حکومت چې د سولې په مذاکراتو کې له یوه مبهم برخلیک سره مخ دی، د خپلې وروستۍ هڅې د ازمایلو په موخه یې اسلام اباد ته مخه کړې او غواړي د خلیلزاد له لوري ازمایل شوی «په طالبانو باندې د پاکستان د فشار» بې اغېزې  فکټور یو ځل بیا وکاروي چې له کابل څخه د امتیازاتو له لوټلو او د سولې د روانې پروسې د سبوتاژ له ناکامې هڅې پرته به بل څه له ځانه سره ونه لری.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x