افغانستان

د سوداګرۍ خونه: په تېر یوه کال کې ۱۴۰۰ پانګوالو خپلې پانګې له افغانستان ایستلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونه وايي، په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۴۰۰ سوداګرو د ناامنۍ، فساد او ستونزو له امله خپلې پانګې له افغانستان څخه ایستلي.

پورته څرګندونې د سوداګرۍ خونې مرستیال «خان جان الکوزي» له افغان غږ خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې، نوموړي وویل « تېر کال څه باندې ۱۴۰۰ پانګوالو خپلې پانګې له افغانستان څخه ایستلي، که چېرې په تخمیني ډول د هر یوه پانګه یو میلیون ډالر فرض کړو نو څرګندېږي چې یو نیم میلیار ډالر له افغانستان څخه ایستل شوي».

الکوزي زیاته کړه « افغان پانګوال په هیواد کې د نا امنۍ، فساد، بېځایه مالیاتو او قانون ماتونې له امله تر پوزې راغلي او له هیواد څخه له فرار پرته بله لار نه لري».

د الکوزي په خبره « سره له دې چې پانګوال حکومت ته درنې مالیې ورکوي خو دولت د هغوی د امنیت خوندیتوب ته پام نه کوي  او له هغوی سره د یوه دښمن په حیث چلند کوي چې له ځلونو اعتصاب سره، سره یې غوښتنې نه دي پوره شوي او  له امله یې هغوی اړ شوي څو د خپلې ګټې ۳۰ سلنه د شخصي امنیت لپاره ولګوي ».

یاده دې وي چې د افغانستان د سوداګرۍ خونه داسې مهال له افغانستان څخه د پانګو ایستلو ته په اندېښنه کې ده چې، افغان تاجران په هیواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او هر شېبه د سړي تښتوونکو له لوري د تښتولو ویره په زړه کې ګرځوي.

ګډ حکومت که څه هم د اقتصادي طرحو د پلي کولو له ادعا سره جوخت کار پیل کړ خو په دوره کې یې افغانستان تر بل هر وخت سترې اقتصادي ستونزې وګاللي، پولي واحد د ریکارډ تر کچې راولوېد او د حکومت له لوري د افتتحاح شویو ګڼو هوايي دهلیزونو په شتون کې د افغاني میوه جاتو بیه دومره ولوېده چې شاید ساری ونلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x