ټامیان څوک دي؟

 سنګر ځدران

ټامیان (Tommy ) په لومړې ځل د انګریز په پوځ کې هغو پراشوتي پوځیانو ته استعمالیدله چې د هوا له لارې باید د جګړې له لیکې سره یو ځای شي، خو دا چې جګړه به تر ډېره پیاده عسکرو په مخ وړله، کله به هم داسې اړتیا نه پیښیده چې د هوا له لارې دې پوځیان د جګړو لیکو ته را کوز شي، نو له دې امله لټ عسکر ته به د ټامي کلیمه استعمالیده. وروسته، نوموړې کلیمه د د پوځیانو په لیکو کې د ډارن، لټ، نازدانه او ښځونکي د پاره استعمالیدونکي کلمه ترې جوړه شوه.

وروسته بیا، په لومړۍ نړیواله جګړه کې دا اصطلاح جرمنیانو بیا فرانسویانو انګریز پوځیانو ته کاروله چې اصطلاحي معنا کې یې هدف هغه خلک دي چې ځمکه نه لري.

اوس هم دا صطلاح په انګریز پوځ کې کارېږي او پراشوټي پوځیانو ته ټامیان وايي، ځکه هغوی په هوا کې وي او مشخصه ځمکه نه لري.

بیا دا اصطلاح د هند په نیمه لویه وچه او په اخر کې پاکستان کې مشهوره شوه، اوس مهال دا اصطلاح هند او پاکستان کې هغه کسانو ته چې انګریزي سکول نه فارغ وي نازدانه وي او د لویو کورنیو غړی وي کارول کېږي.
دا اصطلاح اوس افغان ځوانان د غني په شاوخوا را ټول شويو هغو کسانو ته استعمالوي چې په غرب ( امریکا، اروپا ) کې ټیکسي چلوله، برګردوکانو کې کار کاوه، د سوسیال پیسو ته غله وو، خو نن د غني په کابینه او ارګ کې د وزیر، مشاور وزیر، ستر سلاکار، سفیر او نورو مافوق او فوق دندو کې کار کوي. دوی په خټه غله، چهار عیب شرعي او سپک خلک دي، دوی افغانستان د لوټلو، چور تالان، د فحشا او عریاني د ترویج دنده لري، دا ګڼ له سفارتونو سره نښتي، په جاسوسیو کړیو کې ښکیل ځوانان دي، چې اکثره یې د وزیر اکبر، شش درک او شیر پور په سیمو کې مهمانخاني لري، د شرابخوریو او شوګیرو شوقیان دي، په غني ځکه ګران دي چې د بي بي ګلې اړوند ګڼې نجونې د همدې مهمانخانو میلمنې وي، بل دا چې دا ټامیان ګڼ د طارق غني او مریم غني ملګري ( ګرفرینډ، بوای فرینډ ) پاتې شوي دي.

ټامیان د غني د پنځه کلن دورې تر ټولو مشهور پیداور دی چې د خیاطانو په څیر ټامیان د غني دپاره په بهر کې لابي کوي، د غني د واک د غځیدا د پاره بهرنیانو ته شراب او انجوني صادروي، له بهرینانو سره نامشروع اړیکي پالي، د ګران وطن افغانستان په ناموس بهرنیانو ته دلالي کوي.

د ټامیان ډله په دې وروستیو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي ده ځکه ګڼې هغه نجوني چې دوی د دوبي او ګوا په کنارو کې لوبولي وي ولسي جرګې ته نه دې کامیابي شوي، هغوی یې اوس خلاف د اسنادو راویستلو ته ملا تړلي ده، یو پنځه نجوني چې بریالي شوي، ژر به د هغوی غږونه، کلیپونه هم بازار ته را ووځي. د جنرال حبیب چې د غني ځانګړي امنیتي مسول و، چې اکثره وخت به د بي بي ګلې په څنګ او د غني په کور کې پاتې کېده، اسناد، شواهد او نیوکي د همدې ټامیانو په کړنو را څرخي.

د ټامیان اصطلاح په لومړې ځل د ډاکتر ځلاند، چې د حکومت سخت منتقد دی، ګڼ ټامیان له نژدې پیژني، د دوی بهرنۍ اړيکې ورته ښې معلومي دي، په سوشل میډیا کې مشهوره شوه، اوس د ټامیانو اصطلاح په سوشل میډیا کې د ټولو مشهور چلوونکو لخوا استعمالیږي چې تر ډېره بریده همدا پورته ذکر شوي ډلې پرې نومول کیږي.

دټاميانو نسلونه:

ټامیان درې مختلف نسلونه لري چې افغانستان ته په تېرو دوه لسیزو کې په ګڼ شمیر وارد شوي دي، لومړی نسل د ټامیان زوړ نسل دی چې په اویایمه، شپیتمه او پنځوسمه لسیزه د خپل ژوند کې سلګۍ وهي په دې ډله کې خپله غني، قیومي ( د ماليي وزیر)، اکلیل حکیمي او نور دي چې دوی خپلې ځوانۍ په غرب کې په مزو، چړچو کې تیرې کړې اوس په کابل کې له عیاشیو ستړي د ملي وحدت د حکومت پروژه په مخ وړي.

دویمه ډله د ټامیانو منځنی نسل دی چې د محب، فضلي، جاوید احمدي، وحید عمر، یاوري… او ګڼو نورو په نومونو لا هم د عیاشیو او فحاشیو په غوړو ډنډونو کې غوپې وهي، دوی په کابل او بهر کې د هر ډول فساد اصلي جرړې دي، تر ډېره د جنرال حبیب د نیوکو محورې لوبغاړي همدوی دی.

درېم نسل د ټامیانو هغه فسیبوکي خیاطان دي چې لا هم په غرب ( امریکا، اروپا) کې ژوند کوي، څه یې همجنسبازان دي او ځیني نور یې له د نورو په غیږو کې لوبیږي، دوی له اتلسو تر دیرشو کلنو عمر لري، دوی د غرب لخوا تر روزنې لاندې نیول شوي تر څو ژر افغانستان ته صادر شي او د فحشا نوي لارې ګودرې خپرې کړي، دوی اوس په فیسبوکونو کې د غني په ملاتړ د افغانستان او افغانانو مقدسات ښکنځي، ځیني سوچه ملحدان شوي او په ناره الله او د هغه خوږ رسول ته ښکنځلي کوي. دوی وخت ناوخته د دویم نسل ټامیان لخوا تغذیه کیږي، کله کله کابل ته مختلفو غونډو، ناستو را بللی کیږي، ځینو ته یې له ارګ څخه معاشونه مقرر شوي دي.

د ټامیانو تر څنګ فسیبوکي خیاطان تر ټولو سپک خلک دي، ځکه دوی په شعوري او لا شعوري ډول د پورته ذکر شویو ټامیانو مزدوري کوي، دوی ټامیانو ته د دلالانو ( د هیرا د منډيي ) دندې ترسره کوي، پاکلمني نجوني ورته په ګوته کوي، د افغانستان مقدسات ورته ښکنځي، ستایني کوي او حتی ځیني ورته ستاینغونډې جوړوي، دوی ډېر سپک خلک دي.

په وروستیو کې، ولسي پوهاوی په دې را ټول شوی دی چې ټامیان او خیاطان د ولس خلاف دي، د ولس ارزښتونه یې سپک کړي، دوی باید محکمه شي، په ولسي محکمه کې دوی ډېر سپک یادول کیږي او ورځ تر بلې منزوي کيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اللهُ تعالی دی مونږ او تاسو او ټوله امت مسلمه ته صبر او استقامت پيرزو کړی په تيره بيا زمونږ رنځيدلی ولس ته ، د دی ټاميانو ټايم په ختميدو دی . ان شاءالله