افغانستان

«داعش له افغانستان څخه په امریکا او لویدیځو هیوادونو د برید اراده لري»

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۲۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  یو شمېر دولتي او امریکايي چارواکي وایي، داعش ډله د افغانستان په جنوب کې د خپلو رېښو په غځولو کار کوي او له دې هیواد څخه په امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو باندې د برید پلان لري.

د اسوشیيټيډ پریس خبري اژانس د راپور په بنسټ، افغان او امریکايي امنیتي چارواکي ادعا لري چې، د افغانستان جنوب د داعش په یوه فعال سنګر بدلېدونکي دی او یاده ډله له همدې ځایه غواړي په امریکا او یو شمېر لویدیځو هیوادونو باندې برید وکړي.

راپور د یوه امریکایي استخباراتي چارواکي له قوله لیکي چې، داعش په افغانستان کې د خپل حضور د پراخولو په تکل کې ده چې زموږ د هیواد د امنیت لپاره په یو ستر سرخوږي بدلېدای شي او له همدې ځایه په اروپايي هیوادونو او امریکا باندې د برید ځواک تر لاسه کولای شي.

د چارواکي په خبره، په داسې حال کې چې داعش د افغانستان په جنوب کې خپلې ډلې ته نوي جنګیالي جذبوي، په پلازمېنه کابل کې د داعش وروستي بریدونه ددې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو خبر ګڼلای شو.

یاده دې وي چې، له افغانستان څخه داسې مهال د داعش د فعالیتونو د زیاتېدلو راپورونه زور اخلي چې په دې وروستیو کې راپورونو په ځینو سیمو کې د داعش او حکومت د یارانې نښې راڅرګندې کړې، د یادو راپورونو له مخې په ګڼو ولایتونو حکومتي چارواکي د داعش تمویل او تجهیز په غاړه لري او د غړو شمېر یې د محلي پولیسو له منځه ورپوره کېږي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د داعش له لوري د سنګر نیولو ادعاوې داسې مهال خوله په خوله کېږي چې، د طالب او امریکايي استازو تر منځ وروستي پړاو مذاکراتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او دواړه لوري تمه لري چې، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو او له دې هیواد څخه د امریکا متحدینو ته د خطر نه پېښېدلو » دوه حیاتي  موضوعات نهايي کړي.

د شنونکو په باور؛ په داسې یو حالت کې چې امریکا له افغانستان څخه پښې سپکوي او طالبانو ته د بهرنیو ډلو د مخنیوي دروند مسئولیت ور په غاړې کېږي، د امنیتي چارواکو او غربي رسنیو له لوري د داعش فعالیتونو ته هوا ورکول یوازې په مذاکراتي مېز باندې په طالبانو باندې د فشار واردولو په موخه ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر خالد منګل

په افغانستان کی د بدبحتیو نا امنیو وحشتونو او دهشتونو بنسټ ایښودونکی امریکایی اشعال چی کله پای ته ورسیږی ورسره همهاله به د امن سکون او ارام فضا په ګران افغانستان کی خپاره شی افغانان به له خوشخالی او سوکالی نا په جامو کی نه ځاییږی.
امریکا د افغان ولس وژلو ځورولو لپاره نوره بهانی مهانی مه لټوی ۹/۱۱ ناین ایلیون کی یی برجونو پخپله ونړول او هیڅ افغان پکی داخل نه وو افغان ولس بی چاره لا تر اوسه په دی هم نه دی خبر چی ۹/۱۱ نر دی که ښځه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x