افغانستان

طالبانو د خپلو بندیانو د خلاصون هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۲۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل):وروسته له هغه چې ګډ حکومت تېره ورځ د هیواد له بېلابېلو زندانونو څخه ۸۸۷ زندانیان خلاص کړل، طالبانو د حکومت یاد ګام ستایلی او د ورته کړنو د دوام هیله یې څرګنده کړې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، د یادو ۸۸۷ زندانیانو له ډلې ۲۶۱ یې د طالبانو بندیان وو چې د هیواد په بېلابېلو زندانونو کې یې د قید موده تېروله او نور یې د حکومت له لوري د بیلابیلو کړنو له امله نیول شوي بندیان وو.

اعلامیه وړاندې زیاتوي «د دغو بندیانو  زنداني کیدل، قیدونه پرې خیږول او له خپلو کورنیو او ټولنو څخه لرې ساتل ظلم وو، چې باید هم پای ته رسیدلی وای، ځکه آزادي د هغوی اساسي حق وو او دغه حق د امریکايي اشغالګرو او د کابل ادارې لخوا ترې اخیستل شوی وو».

د اعلامیې په بنسټ « داچې یادو بندیانوته بیرته د ازادۍ حق ورکول شو، ښه ګام دی، موږ تمه لرو چې ټول هغه مظلوم هیوادوال پرپيښودل شي چې د ناسمو استخباراتي معلوماتو، غلطو راپورونو او یا هم د سیمیزو تربګنیو په اساس نیول شوي او په کلونو، کلونو په زندانونو کې پراته دي».

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، اسلامي امارت تل د دښمن له بندیانو سره ښه سلوک کړی، وخت په وخت يې حتی هغه بندیان بیرته خوشي کړي چې وسله په لاس د جګړو په کرښو کې نیول شوي وو.

نو بناء د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون د تیرې ورځې د راخلاصو شوو بندیانو آزادي ښه ګام بولي او د دې پروسې د دوام غوښتنه کوي.

یاده دې وي چې، طالبانو که څه هم په بیا، بیا دولتي سرتېري له بند څخه خلاص کړي خو؛ دا لومړی ځل دی چې ګډ حکومت په زیات شمېر کې طالب زندانیان له بنده ازادوي او مقابل لوری یې هم ګام ستایي.

طالب زندانیان داسې مهال له زندان څخه خلاصېږي چې، د امریکایي او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې تودې شوې او تمه ده په راتلونکې پړاو موضوعاتو کې اړین موضوعات وروستي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x