
طالبان: د زابل ولایت «دایچوپان» ولسوالۍ مو نیولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۲۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، د زابل ولایت دایچوپان ولسوالۍ یې تر پرلپسې حملو وروسته نیولې او دولتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي « د الفتح عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې تیره شپه د زابل ولایت دایچوپان ولسوالۍ مرکز، ورته نیږدې د عسکرو قرارګاه او امنیتي پوسته په ټولیزه توګه فتحه شول، په یادو عملیاتو کې د دښمن لسګونه عسکر وژل شوي چې د ۱۲ عسکرو جسدونه په سیمه کې پراته دي».
اعلامیه وړاندې زیاتوي « همد راز د دښمن ۱ هاموې ټانک او ۲ رینجر موټر له منځه یوړل شول، ۱ ټانک او خورا ډيره سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي لوازم تر لاسه شول».
د طالب ویاند له قوله په یاده نښته کې ۲ طالب جنګیالي وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
بل لور ته د کورنیو چارو وزارت د طالبانو دا څرګندونې ناسمي بولي او ادعا کوي چې، په دایچوپان ولسوالۍ باندې شوې حمله یې په شا تمبولې او د دایچوپان لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون یې ګڼ شمېر طالبان وژلي.
له کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې اعلامیه د دایچوپان ولسوالۍ د ولسوال په ګډون د ۴۴ طالبانو د وژنې او د حملې د شاته تمبولو خبر له ځانه سره لري.
یاده دې وي چې، زابل د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې ورځ تر بلې د طالبانو د واک ساحه پکې پراخېږي، څه موده وړاندې ددې ولایت ولایتي شورا اندېښنه ښودلې وه چې که د طالبانو بریدونه همداسې دوام وکړي لرې نه ده چې د بشپړ زابل د سقوط خبرونه واورو.
بل لور ته د دایچوپان ولسوالۍ د سقوط خبرونه داسې مهال مخته راځي چې، یوازې یوه ورځ وړاندې د ګد حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» ګواښ وکړ چې، طالبان به په څلورو میاشتو کې دننه له منځه وړي.
ټامیان چیرته دي دادزابل دریمه ولسوالۍ ده چي یوه میاشت کیی طالبان نیسي
څلورمیاشتې وروسته به ټول زابل دطالب په لاس کې وي
محب هسې ګوزونه ویستل طالبان دعمل خلک دي نه دګوزونو