افغانستان

وکیلان: سترې محکمې ته د ولسي جرګې په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۲۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې یو شمېر استازي وايي، د ولسي جرګې راولاړ شوی جنجال باید د ولسي جرګې دغړو له لوري حل شي او ستره محکمه یا کوم بل نهاد په دې برخه کې د لاسوهنې حق نه لري.

د ولسي جرګې د ریاست په سر راولاړ شوی جنجال چې څه باندې یوه میاشت ورباندې تېرېږي، لا هم نه دی حل شوی، تېره اونۍ د ګډ حکومت مشر « محمد اشرف غني» ولسي جرګې ته د یاد جنجال د حل په موخه دوه ورځې وخت ورکړ او له سترې محکمې یې وغوښتل څو د شخړي په هواري کې خپله همکاري وکړي.

حکومت مشر «غني» همدا راز ادعا وکړه چې، که یاد جنجال په ۲ ورځو کې حل نشي، موضوع به یې سترې محکمې ته ولېږل شي.

خو د ولسي جرګې غړي وايي، دوی به سترې محکمې ته د ولسي جرګې په چارو کې د لاسوهنې حق ورنکړي او یاد جنجال به له قانوني لارو چارو د ولسي جرګې دننه حل کړي.

د ولسي جرګې یوه غړی « غلام حسین ناصر» له رسنیو سره په خبرو کې وویل «د ولسي جرګې جنجال باید نور دوام پیدا نه کړي او یاده شخړه باید د جرګې دننه د اصولو او قوانینو له مخې حل شي او ستره محکمه، اجرائیه ریاست او بل کوم نهاد په دې برخه کې د لاسوهنې حق نه لري»

د ولسې جرګې یوې بلې غړي « بلقیس روشن» وویل، که رحماني په رښتیا د ولسي جرګې رئیس وي باید راشي او چوکۍ اشغال کړي، جنجال باید نور دوام ونه مومي او هغه وکیلان چې په دې تړاو خاموش پاتې دي باید په دې برخه کې هڅې وکړي.

یاده دې وي چې، د ولسي جرګې نننۍ غونډه هم د رئیس په نشتون کې د دوو مؤقتو منشیانو له لوري اداره او ترسره شوه او د ریاست په سر د راولاړ شوي جنجال په تړاو یې بحثونه وکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x