غوراوې کميټي: عمر لرونکي لوبغاړي دې نويو ته ځای خالي کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ غوراوې کميټې په تازه خبري کانفرانس کې ويلي دي چې د ملي لوبډلې عمر لرونکي لوبغاړي دې ددې لامل نشي چې لوبډله کې د نويو راتلونکو لوبغاړو مخه ونيسي.

د غوراوې کميټې مشر دولت احمدزي رسنيو ته ويلي؛ هغه لوبغاړي چې عمر يې زيات وي، پرفامنس يې ښه نه وي، د روغتيا حالت يې جوړ نه وي او د فټنس ټيسټ نشي پاس کولای؛ په لوبډله دې بوج نه جوړيږي او نويو لوبغاړو ته دې مخه خلاصه کړي.

نوموړي زياته کړه چې د يوې لوبډلې لپاره په کار دي تر څو د يوه لوبغاړي ځای ته له دوه يا درې کالو وړاندې چمتو والی ونيسي، که داسې ونشي لوبډله به ډير ژر له زوال سره مخ شي.

د دولت احمدزي له خبرو څرګنديږي چې ډير ژر به په لوبډله کې ژور بدلون وليدل شي، په دې لړ کې به د حميد حسن، اصغر افغان، محمد شهزاد، نور علي ځدران، دولت ځدران او ځينو نورو عمر لرونکو لوبغاړو پرځای ځوان لوبغاړي تجربه کړي.

نوموړي د ملي لوبډلې لومړي درې توپوهونکو ته په اشاره وويل چې دغه د يوې لوبډلې تر ټولو مهم توپوهونکي وي او افغان لوبډله له پخوا په دې لړ کې ستونزه لري، نو کوښښ به يې دا وي چې د نويو لوبغاړو په راتګ سره ژر تر ژره دغه ستونزه حل کړي.

د ملي لوبډلې غوارې کميټې مشر هغه تورونه هم په کلکه رد کړل چې لوبډله د اختلاف ښکار شوې او لوبغاړي د کوم لامل له کبله سمه لوبه نه کوي، بلکې د نوموړي په وينا نورو ستر لوبډلو ته په کتلو افغان لوبډله همدومره وړتيا لري او د خپل کوښښ له مخې نړيوال جام پرمخ وړي.

همدارنګه د افغان کرېکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي لخوا په کرېکټ بورډ اداره کې يو شمېر بدلونونه رامنځته شول چې په لړ کې يې د افغان لوبډلې پخوانی بهرنی روزونکی «انډي مولز» او «مجاهد ځدران» د غواروې کميټې مشران وټاکل شول‌ او اوسنی مشر دولت احمدزی د جونير یا ټيټې غوراوې کميټې مشر وټاکل شو.

ياده دې وي چې يو وار بيا د کرېکټ بورډ پخوانی مشر شکرالله عاطف مشعل د احمد جواد پيکار، ضياء الحق امرخېل او ګلالۍ نور ساپۍ په ګډون د کرېکټ بورډ نوي غړي وټاکل شول.

یاده دې وي چې ښاغلي فضلي رسنیو ته د خبرو پرمهال د افغان غوره لیګ په اړه وویل چې په دې لړ کې یې هم یوه کمېټه ټاکلې او ژر به کار په سر شي تر څو په راتلونکي اکتوبر میاشت کې دغه لیګ ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د