امام الحق: د افغانستان او هند پر وړاندې سیالۍ ته یو ډول چمتو والی نیسم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې ځوان چپ لاسي توپوهونکي «امام الحق» ویلي؛ لکه څرنګه چې د هند سترې لوبډلې پر وړاندې سیالۍ لپاره چمتو والی نیسي دغه ډول د افغان لوبډلې لپاره هم بشپړ ځان چمتو کوي.

نوموړي د انګلستان په ټاونټن ښار کې رسنیو ته وویل؛ که څه هم د ټولو لوبډلو لپاره باید چمتو والی ونیول شي خو زما لپاره د هند او افغانستان پر وړاندې سیالۍ ته چمتو والی نیول له نورو لوبډلو جلا دي.

د پاکستان او هند ترمنځ سیالۍ تر ډیره د سپورت پرځای سیاسي بڼه غوره کوي چې لوبغاړي یې د یوه بل پر وړاندې په سخت جوش او جذبه لوبیږي خو اوس امام الحق غواړي هند او افغانستان په یو تول وتلي.

۲۳ کلن امام الحق د انګلستان او استرالیا پر وړاندې د هغو سیریزونو برخه و چې ټولې سیالیو کې یې ماتې خوړلې وه، همدا ډول په هغه تمریناتي سیالۍ کې هم شامل و چې د افغان لوبډلې پرمټ یې ماتې وخوړه.

افغان لوبډله له نړیوال جام څخه وړاندې په تمریناتي سیالۍ کې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه، په دې سیالۍ کې امام الحق ۳۲ منډې جوړې کړې وې او د حمید حسن ښکار شوی و.

 

پاکستان د افغانستان پر وړاندې د نړیوال جام سیالۍ د روانې جون میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره کوي، خو د هند پر وړاندې سیالۍ یې د همدې میاشتې په ۱۶مه نېټه ده.

Related image

یاده دې وي چې امام الحق څو څو وارې په بد اخلاقۍ د سختو نیوکو ښکار شوی، نوموړي د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ کې چې په پاکستان کې ترسره کیده د استرالیاوي لوبغاړي شین واټسن سره بد چلن کړی و چې وروسته بخښنې غوښتلو ته اړ شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د