افغانستان

د مشرانو جرګې مرستیال: طالب زندانیان د امریکا په امر له بنده خلاص شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۲۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشرانو جرګې مرستیال « محمد علم ایزیدیار» وايي، له ځینو ادرسونو داسې مالومات ورته رسېدلي چې ښيي طالب زندانیان د امریکا په غوښتنه له بند څخه خلاص شوي.

ایزیدیار چې نن ورځ یې د مشرانو جرګې د غونډې مشري په غاړه درلوده وویل « طالب زندانیان د امریکا په غوښتنه خلاص شوي او د هغوی دا ډول پرېښودل به د افغانستان د حکومت لپاره نوي ګواښونه وزیږوي».

نوموړي زیاته کړه « که چېرې د طالب بندیانو خلاصون د سولې لپاره له رامنځته شویو فرصتونو سره مرسته وکړي دا به یو غوره ګام وي خو په تېر کې موږ شاهدان یو چې د ترورستانو خلاصون یو خطرناک ګام ثابت شوی او هغوی بیا ځلې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې خپله وسله اوچته کړې».

د ایزیدیار په خبره؛ له دې موضوع سره په غفلت چلند کول به د افغانستان د خلګو لپاره درنه بیه ولري.

د مشرانو جرګې مرستیال داسې مهال د طالب زندانیانو له خلاصون اندېښنه لري چې تېره ورځ «ارګ» ۸۸۷ بندیان د هیواد له بیلابیلو زندانونو څخه خلاص کړل، طالبانو د ګډ حکومت له دې اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ د طالب زندانیانو ازادي  د هغوی «حق» وباله او د ورته ګامونو د دوام هیله یې څرګنده کړه.

طالب زندانیان داسې مهال د افغانستان له زندانونو ازادېږي چې، د ګډ حکومت چارواکي په پرلپسې ډول د طالبانو د ځپلو ګواښونه  او ځینې خو یې ان په میاشتو کې د له منځه وړلو ادعاوې کوي.

په ورته وخت کې طالب زندانیان د امریکا او طالب استازو تر منځ احتمالي وروستي دور مذاکراتو ته په نږدې موده کې راخلاصېږي او پورته ټکی دا یقیني کوي چې، طالب زندانیان د حکومت له خوښې پرته د امریکا په امر له بنده خلاص شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر خالد منګل

الحمدلله

سیدزرغون شاه آغا

دا احمق اوس پوه سو چی د موجوده حکومت ټوله اداره غلامه ده، او دامریکا بی اجازی تشناب هم نسی تلای. دبندیانو ازدول خوستاسی له صلاحیت څخه بیخی لیری خبره ده.

Ahmed

حقېقت حقېقت وی
مننه له امرېکېانو څخه چی اېله ئ ده سړېتوب کار وکړ
دا کار ده سولی په لور لوئ ګام ده
په دی هېله چی نور هم زمکنی حقائق درک کړی
ده نړېوالی سولی په هېله

اجمل

طالبان به په عوض کی څه وکړی؟ د احسان عوض احسان ده.

MHA

او د هغوی دا ډول پرېښودل به د افغانستان د حکومت لپاره نوي ګواښونه وزیږوي».Which Afghan Government? You woke up too late, the existing Government is the birth child of Mr John Carry.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close