افغان بندیان، چې خپلې خولې يې ګنډلي دي

بندیان، د هیواد مظلوم ترین قشر

قاري حبیب

زموږ د هیواد د ناخوالو یو ډیر دردوونکی اړخ او د اولس له منځه مظلوم ترین قشر هغه بندیان او محبوسین دي چې د بیلابیلو دلائلو او عواملو له مخې په زندانونو کې شپې سبا کوي.

تر اوسه د حکومتي زندانونو په اړه دقیقه سروې نه ده شوې، خو داسې اټکل کیږي چې د کابل ادارې په بیلابیلو زندانونو کې د زولانه او محبوسو افغانانو شمیر تر لسګونو زرو رسیږي. له دې جملې مشهور زندانونه په پروان ولایت کې د بګرام او په کابل کې د پل چرخي زندانونه دي چې پرلپسې توسیع کیږي. نوې بلاکونه پکې جوړیږي او د بندیانو شمیر یې ورځ په ورځ په زیاتیدو دی.

دا چې زندانونه پراخ دي او لا پسې پراخیږي نو ځکه د طالب او مجاهد په نوم د افغانانو نیول کیدل هم په ورځنۍ او عادي چاره بدله شوې. د لارې پر سر، په بازار، کلي، جومات او مدرسه کې، په چاپه، تلاشۍ او عملیاتو کې او بل هر ځای عسکر، اربکیان او پولیس کولای شي هر افغان را ونیسي او بیا یي تر نامعلومې نیټې زندان ته ولیږي.

دا چې په دې زندانونو کې څه تیریږي تر اوسه پورې یې ټول حقائق بهر نه دی راوتلي. ځکه امریکایي او داخلي چارواکي نه غواړي له مظلومو زندانیانو سره کیدونکی وحشیانه چلند یې د جنګي او بشري جنایاتو په حیث د رسنیو خولې ته ولویږې. خو د دې لپاره چې تر یوه حده راته د زندانونو داخلي حالات روښانه شوي وي. دلته درته د بګرام له زندانه د یوه بندي د سترګو لیدلی او حکایت وړاندې کوم چې څو کاله وړاندې یې بیاناوه.

دغه بندي حکایت کاوه چې :

( ـــ په بګرام زندان کې د زرګونو محبوسینو ترڅنګ تر پنځه سوه تنه زیات داسې مظلوم افغانان  لا هم په سخت حالت کې بندي ساتل کیږي چې د محاکمو لخوا ورکړل شوي قیدونه یي پوره شوي حتی یو یا دوه کاله اضافه بند یي هم تیر کړی مګر بیا هم د خلاصون فرصت نه ورکول کیږي او په نامعلوم جرم تر نامعلومې نیټې محبوس ساتل کیږي.

ـــ  ګڼ شمیر بندیان په سختو مرضونو مبتلا دي، د مریضانو هیڅ علاج نشته ۲۲  تنه بندیان زموږ د سترګو په وړاندې د نه تداوۍ له امله په شهادت رسیدلي.

ـــ  زندانیان په شپږو میاشتو کې یوازې یو ځل د لسو دقیقو لپاره د ښيښې تر شا له خپلو اقاربو سره ملاقات کولی شي،ددې ملاقات لپاره شرایط دومره زیات دي چې بندیان تر ملاقات نه ملاقات غوره بولي. ځکه لومړی چې کوم څوک دملاقات لپاره ورځي څو څو ځایه پلټل کیږي، پوښتنې ترې کیږي او بیا بیا انتظار ورباندې تیریږي،حتی د بندیانو ځیني پایوازان چې ملاقات ته راغلي نیول شوي او پرته له جرمه زندان ته اچول شوي دي، ملاقات بیا داسې وي چې بندي په جلا اطاق او پایواز په جلا اطاق کې وي د دواړه ترمنځ یوه پرېړه ښیښه وي او د تيلفوني ګوشۍ په واسطه د لسو دقیقو لپاره خبرې سره کولی شي، په داسې حال کې چې له بندي سره هم د ملاقات په مهال یو خارجي او دوه داخلي عسکر ولاړ وي او له ملاقاتي سره هم یو خارجي او دوه داخلي عسکر ولاړ وي نو ځکه بندیان او ملاقاتیان د جوړ په خیر له خبرو پرته نور هیڅ نه شي سره ویلی.

ـــ  په دریو ورځو کې یوازې یوځل د یو ساعت لپاره بندیانو ته آفتابي ورکول کیږي په داسې حال کې چې سترګې یي تړلي وي لاسونه او پښې یي زولانه وي او مسلح عسکر هم ورسره وي.

ـــ بندیانو ته چې کومه غذا ورکول کیږي اندازه یي دومره ده چې یوازې ورباندې ژوندي پاته کیږي او کیفیت یي دومره خراب دی که څوک وغواړي قصدا یوه غذا بدخونده کړي هم شایددومره یي بدخونده نکړای شي د بدبویه غذا خوراک خصوصا دهغې  غوښې چې هیڅ حلالوالی او مرداروالی یي معلوم نه دی خوړل د زندانیانو لپاره یو بل عذاب دی.

ـــ زندانیانو ته په جسمي تعذیب سربیره ډول ډول روحی تعذیبونه ورکول کیږي، په میاشتو میاشتو تنها او په کوټه قلفیو کې ساتل کیږي او تر روحي شکنجو لاندې نیول کیږي د روحي شکنجو له امله تراوسه چې یوازې موږ لیدلي ۴۰ زندانیان لیونيان شوي دي.)

دا د ۲۰۱۵ م کال په وروستیو میاشتو کې د بګرام د زندان حال دی. دا چې له هغه وخته پرلپسې دغه زندان ته نور بندیان انتقالیږي او د زندان داخلي وضعیت له خلکو پټ ساتل شوی، معلومه نه ده چې په دې بدنام زندان کې به اوس په مظلومو او مؤمنو افغان ځوانانو کوم حالت تیریږي؟ والله اعلم

که غاړه بنده نه کړو، نو باید ووایو چې د بندیانو په حق کې د طالب مجاهدینو چلند تر ډیره حده د رحم او دیني انساني عاطفې په اصولو ولاړ دی. د طالبانو مشر مسلسل د ځانګړو فرمانونو په واسطه په جګړه کې نیول شويو افغان عسکرو ته عفو کوي او د خپلو کورنیو په خوا یي رخصتوي چې دې چارې نه یوازې په ملي او بین المللي کچه طالبانو ته ښه نام او شهرت وربښلی بلکې د دوی په فعالیتونو او سیاسي نظامي پرستیژ یې هم ښه اثر کړی دی.

شاید د اشرف غني ادارې هم له طالبانو زده کړي وي، چې په دې وروستیو کې یې د بندیانو د خلاصون اعلان وکړ. اشرف غني یو ځل د سولې په عنوان رابلل شوې جرګې ته وویل چې لسګونه بندیان به ازاد کړي. خو هغه وعده لکه چې هسې پوچه وعده وه. مګر اوس تازه په تازه داسې ویل کیږي چې د کابل ادارې له بیلابیلو زندانونو ګڼ شمیر بندیان خلاص کړي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د بندیانو خلاصون که د هر چا لخوا او په هر عنوان او مقصد وي، یوه ښه چاره ده، چې غمځپلو افغان کورنیو ته ښادي راوړې، د افغان میندو زړونو ته ټکور او د افغان ماشومانو پر شونډو موسکا خپرولی شي. خدای دې وکړي چې دغه سلسله له دواړو خواوو همداسې جاري پاته او ټول مظلوم بندیان ترې مستفید شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د