ناټو: پر طالبانو نظامي، ټولنيز او سياسي فشارونه د سولې پروسه کې مرسته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۲۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت مرستيال قومندان ويلي، چې پر طالبانو نظامي، ټولنيز او سياسي فشارونه د سولې پروسه کې مرسته کوي.

د ناټو مرستيال قومندان ډګر جنرال کمپورياله نن په هرات ولايت کې يوې غونډې ته د وینا پر مهال وويل، چې د سولې پروسې ملاتړ کوي او د دې پروسې د بريا لپاره بايد پر طالبانو نظامي او سیاسي فشارونه نور هم زيات شي.

د ناټو مرستيال قومندان زياته کړه، چې د افغانستان بحران له پوځي لارې نه شي حل کېدای او دغه بحران بايد له سوله‌ ييزې لارې حل و فصل شي.

د ناټو مرستيال قومندان په داسې حال کې پر طالبانو د سياسي، پوځي او ټولنيزو فشارونو د زياتولو غوښتنه کړې، چې د ۲۰۱۷ کال په وروستيو کې د ناټو پخواني قومندان جنرال جون نيکلسن هم ويلي و، چې پر طالبانو به د پوځي فشارونو سربېره سياسي، مذهبي او ټولنيز فشارونه زيات کړي، خو تر اوسه د جنرال نيکلسن د هوډ کومې نه ښکاري، بلکې د نړيوالو سروې ګانو او راپورونو له مخې د افغانستان اويا سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او امریکا ورسره د روان بحران د پای ته رسولو په موخه مخامخ مذاکرات پيل کړي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

کله چی دوی افغانستان ته په ډير زور او غرور راغلل او په ټوله نړی کی چا سپڼ هم نشو ورته وهلای نو دا به څومره فشار و ، چه په هغه وخت کی دوی څه ونشو کړای دا احمقان به په تيښته کی څه فشار راوړی۰ يو وخت خلکو ويل چی روسان چی يو ځای پښه کښيږدی بيا د هغه پښه څوک نشی ايسته کولای ، خو کله چی د دی موئمن او غيرتی ولس سره مخ شول نه يوازی پښه نور غړی يی هم بايلول ، د امريکی په تاريخ کی به د امريکی تر ټولو لويه تيروتنه… نور لوستل »