د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: خلیلزاد له «غني» سره د افغان سولې په تړاو اوږدې خبرې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۲۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، زلمی خلیلزاد په کابل کې دی او له حکومت مشر « محمد اشرف غني» سره یې د سولې پروسې په تړاو اوږدې خبرې کړې او بین الافغاني مذاکراتو ته یې د نوموړي د تیاري په اړه ترې اورېدلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند « مورګان» نن ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل « زلمی خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو په راوتلو، له افغانستان څخه نړۍ ته د نه تهدید، اوربند او بین الافغاني مذاکراتو د دایرولو په موضوعاتو کار کوي».

د مورګان په خبره؛ خلیلزاد همدا شېبه په کابل کې دی او له  حکومت مشر « غني» سره یې د افغان سولې په تړاو اوږدې خبرې کړې او بین الافغاني مذاکراتو ته د افغان حکومت د تیاري په تړاو یې د نوموړي د هڅو په اړه ترې اورېدلي.

زلمی خلیلزاد داسې مهال له حکومت مشر غني سره بین الافغاني مذاکراتو ته په تیاري غږېدلی چې، د ګډ حکومت لوړپوړي امنیتي چارواکي لا هم د طالبانو په ځپلو او د جګړې په ډګر کې د هغوی د ماتولو په فکر کې دي.

تېره ورځ د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار « حمدالله محب» ګواښ وکړ چې، د حکومت عملیات که همداسې ادامه ولري کولای شو په څلورو میاشتو کې دننه طالبان د جګړې په ډګر کې مات کړو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

طالبانو کراموته ښايی چی خپل موقف په وار وار اعلان کړی چی اوسنی دولت غلام او بيواکه دی او د بهرنی قواو په شتون کی لدوی سره خبری کول د وخت ضياع ده ، کنه د بهرنيانو همدا ځغاستی او خبرونه به خدای مکړه د دوی موقف ورټيټ کړی ، اوس لا څو ګزشته شوی نور ندی پکار ، دا ډير بيشرمه دی اوس وايی دا بيا دا او بيا دا او…په پای کی به پخپله حيران يو چی دا مو څه وکړل او اوس څه وکړو، دويته بايد هرڅه په زغرده او په وار وار ورته وويل شی او… نور لوستل »