د طالب جنګیالیو د ماشومانو ژوند

واحد فقيري

کله چي قاري خالد خپل کورته ننوت، د هغه درې کلن زوی فهیم او دوه کلني لور نرګس د کور په غولي کي لوبي کولې. قاري خالد توپک په لاس او مول وهلی کور ته داخل سو. قاري خالد سمدستي خپل ماشومان په غېږ کي ونیول.

قاري خالد یو ۲۵ کلن طالب قومندان دی، خو په کور کي هغه قومندان نه دی، بلکي یو پلار دی. قاري خالد په خپل کلي کي محترم شخص دی، او د کلي ټول خلګ يې پېژني.

په افغانستان کي د فهیم او نرګس غوندي په زرهاوو کوچینیان ګرځي، او ملګري ملتونه وايي چي پدې وروستیو کي امریکايي او حکومتي قواوو زیات ملکي کسان په شپنیو چاپو کي قتل کړي دي.

د قاري خالد کور په مشرقي کي ښار ته څېرمه پروت دی. د کلي لاره يې کچره ده، او طالبانو تل پر سړک باندي ځنځیر اېښی وي.

خالد وايي موږ له ترصد او څار څخه ډارېږو. «که چیري هغوی را خبر سي، ښايي حمله راباندي وکړي. همدا زما کور او کلی دی.» قاري خالد د شپې لخوا د خپلو بچیانو د ژوند په برخه کي وهم لري. پروسږکال حکومت د هغوی پر کلي چاپه ووهله، او په یوه کور کي یې اووه ملکي کسان قتل کړل. خو قاري خالد وايي پرته له جنګه بله چاره نسته، ځکه د غني حکومت ګوډاګی دی، او « کافر اشغالګران» يې حمایت کوي. د قاري خالد په کور کي څو زرغونې وني ولاړ دي. مېرمن يې ناسته ده، د خپلو ګاونډیانو سره په خبرو لګیا ده، او خیاطي کوي.

قاري خالد لس کاله پخوا د طالبانو سره یو ځای سو. هله دی خپله ځوان هلک وو، او په پېښور کي يې مدرسه لوسته. څلور کاله کېږي چي قاري خالد قومندان سوی دی. هغه وايي،«په طالبانو کي ستر بدلون دا دی چي هغوی د تعلیم او تربیې شوقیان سوي دي. همدا زه د خپلو بچیانو لپاره غواړم. خو زه به جنګ ته ادامه ورکړم، ځکه دا یو خارجي جنګ دی. که چیري هغوی فیصله وکړي چي دا جنګ ختم کړي، هغوی دا کار کولای سي. موږ جنګ ته ادامه ور کولای سو، خو جنګ ختمولای نه سو.»

بلخوا، د افغانستان په شمال شرقي برخه کي، ۱۱ کلن عادل مکتب ته ځي،‌ خو په مکتب کي‌ وايي چي پلار يې تجارت کوي. مګر واقعیت دا دی چي پلار يې د القاعدې سره نژدې اړیکي لري. عادل د پاکستان د سوات په سیمه کي زېږېدلی دی، خو اوس له ډاره بېرته سوات نه سي تللای. هغه په پښتو خبري کوي،‌ او هیڅکوک خبر نه دی چي هغه افغان نه دی. هغه په خندا وايي،«کله چي د کرکیټ لوبه وي، زه د خپلو ملګرو سره د افغانستان لپاره چکچکي کوم، خو په کور کي د پاکستان لپاره نارې وهم.»

عادل وايي زه پوهېږم چي زما پلار جنګ کوي، او وژل کوي. عادل وايي په مکتب کي موږ ته ویل کېږي چي طالبان بد دي، او حکومت ښه دی. خو په کور کي برعکس راته ویل کېږي. هغه وايي،«زما دواړه خوښېږي.» عادل وايي په مکتب مي انګریزي مضمون خوښېږي، ځکه دا یوه بین المللي ژبه ده. عادل علاوه کوي،«زما جنګ نه خوښېږي. زه غواړم چي د خارجیانو سره ښه روابط ولرم. که چیري زه انګریزي زده کړم، زه به د هغوی سره خبري وکړای سم، او هغوی به بهتره وپېژنم.»

منبع: د نشینل. تاریخ: ۲۰۱۹، جون ۱۱

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

تر يو ځايه ښه وه وروسته تخيلی شوه .