زلمی خلیلزاد

زلمی خلیلزاد بلخ کې له يو شمېر سياستوالو سره په سولې او ولسمشريزو ټاکنو غږېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ د بلخ مرکز مزار شريف ته تللی او هلته يې د جمعيت اسلامي ګوند له اجرائيوي مشر  عطاء محمد نور او د ګډ حکومت د اجرائيه رياست له دوهم مرستيال محمد محقق سره ليدلي دي.

د عطاء نور له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې زلمي خلیلزاد سره يې د افغانستان سولې، امنيتي او سياسي وضعيت سربېره د ولسمشريز ټاکنو په اړه خبرې کړي دي.

د اجرائيه رياست دوهم مرستيال او د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق هم ويلي، چې د امریکا له خاص استازي سره يې د سولې سربېره د ولسمشريزو ټاکنو په موضوع خبرې کړي او له هغه يې غوښتي، چې د اشرف غني د خپلسرو کړنو مخه ونیسي او صلاحيتونه يې محدود کړي.

عطاء محمد نور او محمد محقق هغه افغان سیاستوال دي، چې د مسکو په تېرو دواړو ناستو کې يې له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي دي.

زلمي خلیلزاد په داسې حال کې له عطاء محمد نور او محمد محقق سره ليدلي، چې د سولې په اړه د خپل ماموريت په لړ کې نوموړي سيمې ته خپل اووم سفر پيل کړی او له تېرو ورځو راهيسې په افغانستان کې دی.

خلیلزاد وايي، چې دا ځل به څو شپې په افغانستان کې پاتې شي او دلته به د ګډ حکومت د چارواکو سربېره د سياسي ګوندونو او مدني فعالانو له استازو سره هم وګوري او تر دې وروسته به له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د