عمر داودزی د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي سره په افغان سوله غږېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د سولې عالي شورا د دارلانشا رئیس عمر داوودزی د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې له ځانګړي استازي « رونالډ کوبیا» سره غږېدلي.

د سولې عالي شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په یاده لیدنه کې د افغانستان په سوله کې د اروپايي اتحادیې د همکارۍ په ارزښت، د  افغانانو په مالکیت د سولې په پروسې، په دوحه کې په نږدې راتلونکې کېدونکې بین الافغاني ناستې او د مشورتي لویې جرګې د پایلو د تطبیق په تړاو خبرې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې، داوړو لوړو په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د مرستو په زیاتوالي او د افغانانو په مشرۍ د سولې په پروسې ټینګار وکړ.

عمر داودزی داسې مهال په بین الافغاني مذاکراتو باندې ټینګارکوي چې، د ګډ حکومت لوړپوړي امنیتي چارواکي په پرلپسې ډول د طالبانو د له منځه وړلو او په جګړه ئیز ډګر کې د هغوی د ماتولو ګواښونه کوي.

د شنونکو په باور؛ د ګډ حکومت د سولې ضد پالیسې به حکومت د سولې په خبرو کې نور هم منزوی او له نړیوالو سره لانجه کې واچوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د