نړۍ

امریکا د ایغور مسلمانانو سره د کېدونکي ظلم په تړاو د «مسلمانو حاکمانو» خاموشي وغندله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو استازي د چین هیواد د حکومت له لوري د ایغور مسلمانانو د ډله ئیزي نیونې په تړاو د مسلمانو حاکمانو خاموشي وغندله.

سام براونیک چې له ګارډین ورځپاڼې سره یې خبرې کولې وویل، د مسلمانې ټولنې ډېره برخه خپله خپلو حقوقو ته پام نه کوي او په تړاو یې بې توپیره پاتې کېږي.

نوموړي زیاته کړه «مسلمانه ټولنه باید په خپلو حاکمانو زور راوړي تر څو د ایغور مسلمانانو د ډله ئیزي نیونې په تړاو خپله چوپتیا ماته کړي».

ایغور مسلمانان چې د چین هیواد په «زینجیانګ» ایالت  کې استوګنه لري، په وروستیو کلونو کې ددې هیواد د حکومت له لوري تر سختو فشارونو لاندې دي.

په ایغور مسلمانانو باندې د روژې، لمانځه، حج او نورو  مذهبي مراسمو د ادا کولو او حتی په خپلو اولادونو باندې د عربي نومونو اېښودلو بندیز لګیدلی.

په ورته وخت کې، د مسلمانانو له ډلې څه باندې یو میلیون یې د چین هیواد په ځانګړو روزنیزو کمپونو کې ساتل کېږي او هلته د ټولو بشري قوانینو خلاف کړنې ورسره ترسره کېږي.

یاده دې وي چې، ایغور مسلمانانو د پورته فشارونو له امله هڅه کړې څو ګاونډیو هیوادونو ته پناه یوسي، په ۲۰۱۵ م کال کې ددې مسلمانانو یوه ډله د افغانستان د بدخشان ولایت ته راغلل چې ورورسته د ګډ حکومت د چارواکو له لوري لاس تړلي چین ته وسپارل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سید مسعود

بلکل نیوکه یی پر ځای ده خو مسلمانا باید اول دامریکا قتل عام بند کړی چه په ټوله اسلا می نړی کی یی شروع کړی بیا به د چین سره ګورو

اجمل

څومره د شرم ځای دی. پریږده چی مسلمانان غونډی وکړی د خپلو شخصی مفاداتو له پاره او ځپل خلګ ووژنی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x