د ميدان وردګو د اربکيانو عمومی قومندان په وسله‌وال برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ميدان وردګو ولايت د اربکيانو عمومي قومندان يوسف ستانکزی، په وسله‌وال برید کې وژل شوی دی.

د ميدان وردګو ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د يوسف ستانکزي کورنۍ د هغه مړينه تاييد کړې او وايي، چې نوموړی د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د ميدان وردګ ولايت يوې سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې قومندان يوسف د سيداباد  ولسوالۍ سالارو سيمه کې د يوه کتار د امنيت په موخه روان و، چې د طالبانو په بريد کې ووژل شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه  څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د