کندز: د بهرنیانو په هوايي برید کې۱۴ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): تېره شپه د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۶ دولتي سرتېرې وژل شوی.

په کندز ولایت کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط «سلام وطندار» ته ویلي، یاده پېښه د امام صاحب په ولسوالۍ کې داسې مهال رامنځته شوې چې دولتي سرتېري په عملیاتو بوخت وو.

د سرچینې په وینا، په یاد برید کې ۶ دولتي سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

تر اوسه د یاد برید په اړه د قاطع ماموریت او کندز ولایت امنیتي چارواکو څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې دا لومړی ځل نه دی چې بهرني ځواکونه افغان امنیتي سرتېري وژني، تر دې وړاندې هم په ګڼو سیمو کې د عسکرو په پوستو او مرکزونو بریدونه شوي چې وروسته یې پوښتنه هم نه ده شوې.

د امنیتي چارو د کارپوهانو په خبره، ځینې وخت غلط کوردینات او د امریکايي او داخلي عسکرو تر منځ لانجې ددې ډول پېښو لامل کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

چاد خپل بادارڅخه پوښتنه کړیده، چی ولی؟ مګرغلامان باید لږ څه فکروکی اوغلامی پریږدی.