ناڅرګندو وسله‌ والو د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې ديني عالم وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): ناڅرګندو وسله والو د ننګرهار ولايت ښېوې ولسوالۍ کې د مولوي صفي الله حنفي په نوم ديني عالم وژلی دی.

د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه ويلي، خو د ښېوې ولسوالۍ ځايي خلکو او د مولوي صفي کورنۍ ويلي، چې نوموړی نن سهار د جماعت لمونځ لپاره له خپلو کوره جومات ته روان و، چې لاره د وسله‌ وال برید ښکار شو.

دا لومړی ځل نه دی، چې ننګرهار کې ديني علماء د ناڅرګندو بریدګرو له لوري په نښه کيږي، بلکې له تېرې اوږدې مودې راهيسې ځينې کړۍ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې ديني علما‌‌ء په نښه کوي، خو حکومت لا هم تر اوسه د دغو علماوو د قاتلينو په نيولو نه دی توانيدلی.

د عامو خلکو او سوداګرو سربېره په ننګرهار کې د ديني علماوو ژوند ورځ په ورځ له ننګونو سره مخ کيږي، خو حکومت يې د ژوند ژغورلو کې پاتې راغلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Sharafzai
میلمه
Sharafzai

دا کارونه خپله د حکومت دي، هغه علماء چې په حقه علماء دي هغه دوي هيڅکله نه پريدي. دا سکولرستان بدبختان د علماؤ او اسلام سره دشمني لري، زه حکومت باندې دا غږ کوم که چيرې حکومت د علماؤ په وژلو او شهیدلو پر مختللۍ نو اوس به نجيب په دار شوی نه وو او تر اوسه به د هغه حکومت روان وو خو د علماؤ سره د دشمنۍ پايله د نجيب انجام دی، تاسو د تاريخ پاڼې وګورئ کوم حکومت چې د علماؤ سره بده رویه کړې او علماء يې شهيدان کړي دي د هغو انجام څه دی. يو… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

دینی عالمانو ته نه ښایی چی د سولی په رابط خبری وکړی کنه نو د مولوی ریحان غوندی به شی لکه دا یو. د عالمانو وژنه د چا کار ده ټول پوهیږی هر عالم چی خلګ د سولی طرف ته رابلی بیا په جومات وژل کیږی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

مونږ د سیاف او ربانی په شان باعوری یان او هم مجاهد رشتونی علما لرو ، رشتونی علما د دجال او د سیاف دوی په شان باعوری یان د مجاهدینو له خوا په نښه کیږی. کله چه عالمان وژل شوی د هغه ځآی خلک یی یی باید هیوادوالو ته پیژندنه وکړی که د دجال پلویان وی باید جنازه یی هم باید ونه شی

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

مجاهد ته. ته خو په لندن کی ناست یی.نو له لندن څخه ته څنګه ښه او بد عالم پیژنی؟بل ته د عالم زړه سکن کوی ؟او که غیبی علم لری چه دا باعوری او دا ښه عالم دی؟ کله چه پیاله یا غمیزه وهی.له تبصره لیکولو څخه ډاډه کوه. ایا د هغه چا جنازه کیږی چه له اسلام څخه کفر ته پناه وروړی.او د کفر څخه د سر خیر غواړی؟ جنازه د ستا نه کیږی چه اسلامی ملک پاکستان افغانستان څخه د لندن ته پناه وروړه، کنه راځه چه په کوم عالیم یی سره وګورو. ته څه کاره یی چه… نور لوستل »