افغانستان

تخار: طالبانو په څلورو ولسواليو بريدونه کړي يوه يې سقوط کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه د تخار ولايت په څلورو ولسواليو هممهاله بريدونه پيل کړي دي چې په نتيجه کې يې ددې ولايت خواجه غار ولسوالۍ سقوط کړې ده او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو تيره شپه شاوخوا دوه بجې ددې ولايت د خواجه غار، بهارک، نمک اب او دشت کلا په ولسواليو بریدونه کړي دي چې جګړه تر ډېره روانه وه.

که څه هم طالبان د خواجه غار ولسوالۍ د سقوط خبر ورکوي خو ددې ولسوالۍ ولسوال محمد عمر عمر د طالبانو بريدونه تائيد کړي دي خو د ولسوالۍ د سقوط په اړه يې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

هغه ويلي دي چې طالبانو د شپې له تیارې نه په استفادې په څلور ولسواليو بريدونه کړي دي او له امنيتي ځواکونو سره يې تر سهاره جګړه کړې ده.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ يې نيولې ده.

مجاهد د چارواکو هغه ادعا رد کړې ده چې ويلي دي طالبان يې له خواجه غار ولسوالۍ څخه په شا کړي دي.

تر اوسه په دې بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

فکر وکړی دا څلور واړه یی سقوط کړی پدی به څه تر لاسه کړی؟ وطن به آزاد سی او یا به امریکایان ووځی. تر څو پوری دا وژنه او جنګ. افغانستان کی له زرو زیاتی ولسوالی دی کچیری په کال دوه ولسوالیو ته سقوط ورکړی نو بیا شل کاله وخت پکار ده چی د جنګ جاری وساتی. بالاخره به و تمویل کونکو زیرمی هم خلاسی شی بیا؟ لږ درست فکر وکړی د الله په خاطر سیاست زده کړی او له ناولو مشرانو نه ځانونه لری وساتی. د هغو ځامن او لورانی په بهر کی سبقونه وایی صرف دا بیچاره ولس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x