افغانستان

غزني: يو اربکی قومندان طالبانو سره يو ځای شوی«انځورونه»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو اربکيانو یو قومندان له طالبانو سره يو ځای شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د نواب خان په نامه د غزني د ګيرو ولسوالۍ د اربکيانو مهم قومندان د حقايقو په درک کولو سره دوی ته ورغلی دی او له جګړې يې له لاس اخيستی.

مجاهد ويلي دي چې نوموړي قومندان له ځان سره يو رينجر، يوه پيکا او کلاشينکوف او ډېر مهمات هم له ځان سره طالبانو ته سپارلي دي او دوی يې تود هر کلی کړی دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې ځينې وخت دولتي قومندانان او عسکر له طالبانو سره يو ځای کيږي چې طالبان يې ورتګ ته هرکلی وايي او د هغوی د امنيت تضمين کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx