اشرف غني د انګلستان او افغانستان ترمنځ سيالۍ ليدو ته ځي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني به د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه انګلستان ته د افغانستان او انګلستان ترمنځ سيالۍ ليدو ته سفر وکړي.

د اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي رسنيو ته ويلي چې اشرف غني به په يوه رسمي سفر راتلونکې اوونۍ انګلستان ته سفر وکړي چې په ترڅ کې به د انګلستان او افغانستان ترمنځ سيالۍ وګوري او هم به ددې هېواد چارواکو سره ناستې ولري.

د کرېکټ نړيوال جام په ترڅ کې به د افغانستان او انګلستان ترمنځ سيالۍ د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه د سه شنبې په ورځ د مانچسټر په اولډ ټرافور ښار کې ترسره شي‌.

دا به د افغان لوبډلې لپاره د روان نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان پنځمه لوبه وي، له دې وړاندې يې خپلې لومړۍ درې لوبې بایللې دي او څلورمه لوبه به یې د راتلونکې شنبې پر ورځ له سویلي افریقا سره وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
میلمه
میلمه
میلمه

کرکټ سره افغانان خاصه مېنه لري، او اشرف غني د کمپاین په خاطر ورځي تر څو افغانانو ته محبوب شي او له همدې لاري هم دوي رايي په لاس راوړي، او تاسو ورته همدا کمپایني اشتهارات نشر کوي. ښه کار کوي.