نن ټکی اسیا

اشرف غني د انګلستان او افغانستان ترمنځ سيالۍ ليدو ته ځي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني به د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه انګلستان ته د افغانستان او انګلستان ترمنځ سيالۍ ليدو ته سفر وکړي.

د اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي رسنيو ته ويلي چې اشرف غني به په يوه رسمي سفر راتلونکې اوونۍ انګلستان ته سفر وکړي چې په ترڅ کې به د انګلستان او افغانستان ترمنځ سيالۍ وګوري او هم به ددې هېواد چارواکو سره ناستې ولري.

د کرېکټ نړيوال جام په ترڅ کې به د افغانستان او انګلستان ترمنځ سيالۍ د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه د سه شنبې په ورځ د مانچسټر په اولډ ټرافور ښار کې ترسره شي‌.

دا به د افغان لوبډلې لپاره د روان نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان پنځمه لوبه وي، له دې وړاندې يې خپلې لومړۍ درې لوبې بایللې دي او څلورمه لوبه به یې د راتلونکې شنبې پر ورځ له سویلي افریقا سره وي.