د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند: د افغانستان جګړه ختمه کړئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ډیموکراټ نوماند « پیت بتیجیج» د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د څرګندولو په مهال ټینګار کړی چې نور باید د افغانستان ناپایه جګړه پای ته ورسول شي.

۳۷ کلن بتیجیج چې، کابو اووه میاشتې یې په افغانستان کې فوځي خدمت هم کړی، دا مهال د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند له لوري نوماند دی.

نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې ټرمپ تورن کړ چې، د انتخاباتو په مهال یې د افغانستان د جګړې د ختمولو په تړاو نه له ولس سره کړې ژمنې پوره کړې او نه یې هم امریکايي عسکر کور ته راستانه کړل .

نوموړي همدا راز له کانګریس وغوښتل څو  له ټرمپ د جګړې د پيلولو صلاحیت واخلي.

یاده دې وي چې، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو نوماندان له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د را ایستلو موضوع د رایو د جذب لپاره کاروي.

په تېر ځل ټاکنو کې ددې هیواد اوسني ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له امریکايي ولس سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان جګړه به پای ته رسوي او له دې هیواد څخه به خپل عسکر راباسي، اوس په داسې یو وخت کې چې د ولسمشر ټرمپ د واک د دورې پای ته لږ وخت پاتې او ورسره هم مهاله د طالب او امریکایي استازو تر منځ مذاکرات هم روان دي، د امریکا ولسمشر غواړي ژر تر ژره د فوځيانو د را ایستلو په تړاو یوې نهايي پریکړې ته ورسېږي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اکثریت رایې خپلې کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د