جنرال مشرف د ژوند او مرګ په کشمکش کې دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پخوانی پوځي واکمن او پر افغانستان د امریکايي ايتلاف د جګړې د لومړنۍ کرښې ملاتړی جنرال پروېز مشرف د ژوند او مرګ کشمکش کې دی او هر ډول حرکت او خبرو پرېوتی دی.

د  پاکستان سترې محکمې د اساسي قانون د ماتولو په تور هغه ملي خاين بللی او امر يې ورته کړی، چې محکمې ته د خپل ځواب ویلو په موخه حاضر شي، خو د هغه وکيل وايي، چې موکل يې د ژوند او مرګ په وروستيو شېبو کې دی.

د جنرال مشرف وکيل ډاکټر طارق حسن ويلي، چې د موکل وزن يې ورځ تر بلې کميږي، په پښو نه شي ګرځېدی، خبرې نشي کولی شي او له ذهني پلوه هم د دې جوګه نه دی، چې محکمې ته حاضر شي.

په ۲۰۱۳ کال کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف د واکمنۍ پر مهال د کورنيو چارو وزارت جنرال پروېز مشرف په ملي خيانت تورن کړی و او لويې څارنوالۍ هغه د څېړنو لپاره ورغوښتی و، خو ويل کيږي، چې د پوځي ځواک د ملاتړ په ډاډ جنرال مشرف د محکمې امر نه دی منلی او درمنلې په نوم له هېواده بللی دی.

محکمې څو ځله د هغه د حاضرولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه نه دی حاضر شوی، چې بالاخره د محکمې له لوري فراري اعلان شو او نوموړی له تېر کال راهيسې په ناڅرګندې ناروغۍ اخته دی، چې په يو ميليون کسانو کې يو کس ته رسيږي.

د مشرف کورنۍ  او وکيلان وايي، چې هغه د ژوند له چارو وتلی، د ژوند او مرګ په کشمکش کې دی او له محکمې يې د پرېکړې ځنډولو غوښتنه کړې ده.

تبصرې (4)

  • دغه بې غيرته جنرال پر افغانستان باندي د امريکايي اشغالګرو د یرغل پر مهال د امريکايي طواغيتو له پټکو څخه سخت ووېرېد، سر يې ورته ټيټ کړ او د هغو د خوښۍ لپاره يې د خپلي ديکتاتورۍ پر مهال ډول ډول جنايتونه وکړل. پر لال جومات او حفصه جامعه يې له وحشته ډک نظامي عملپات وکړل، شاوخوا سل تنې مسلماني محصليني يې ووژلې او نور زده کوونکي يې په ډېره بده وضع په وينو کي ولمبول،د دغي جامعې استاد او نامتو اسلامي عالم يې په ډېره سپکه وضع ونيو. بس له دغي ورځي راهيسي دغه ټيټ ساکښ روغه ورځ نه ده ليدلې چي دادی نن يې دغه حال دی.
    که موږ متوجه سو د مسلمانانو او اسلام دآزار وهل او د اسلام حقانيت د دغه جنرال له حالته راته معلوميږي چي بايد په ټينګه عبرت ځني واخلو. دا پېښه موږ ته د نن مهال د دغسي فرعونانو په وړاندي د لوی څښتن سبحانه قهر او د اسلام د سپېڅلي دين څرګنده معجزه را ښيي.

  • جوړ تازه.
    جنرال مشرف په یوه مرکه چه اوس هم په یوتیوب کی ده .وییلی دی چه،
    خواره واره طالیبان می سره ټول کړل.او نیابتی جګړه قومانده می ورکړه.
    نو طالیبان باید لاس په دعا شی،او جنرال صحت عافیت خیریت ته دعا وکړی.
    او څو ورځی د جنرال ځنکدن احترام په خاطر اوربند وکړی.

  • الله جل جلاله دی دا خبیث د تل لپاره د ژوند او مرگ په کشمکش کی لری او کله چه مردار شی الله دی اسفل السافلین ددی خبیث جای وگرزوی او انشاالله چه همداسی به وی

  • د پاکستان جنرالان د ضیاءالحق په ګډون ټول د تور استعمار خصوصاً انګریز خبیث مزدوران وه او مزدوران دی.