د خلیلزاد سفرونه

واحد فقيري

خلیلزاد خپل د زېږېدو ځای مزار شریف ته سفر کړی دی. هغه وايي د مزار شریف له مهمو اشخاصو سره يې کتلي دي، او په مزار شریف کي د سولي د موافقې لپاره پراخ ولسي حمایت موجود دی. هغه په مزار شریف کي د عطا نور، محمد محقق، د ښځو او نورو مدني ټولني سره کتلي دي.

خلیلزاد دغه راز پرون په کابل کي د افغان سیاستوالو، ښځو، او مدني ټولنو سره هم ملاقاتونه کړي ول. خلیلزاد په کابل کي هغه بازار ته تللی وو چي افغان مېرمني‌ يې چلوي. پدې بازار کي د شربت ګلي دوکان ته هم ورغلی وو، او د هغې سره یو عکس اخیستی دی. قریب ۴۰ کاله پخوا د نشینل جیوګرافیک مجلې د شربت ګلي یو عکس خپور کړی وو چي جهاني شهرت يې ترلاسه کړ.

پیت بتیجېج: د افغانستان دایمي جنګ ختم کړئ

د امریکا د جمهوري ریاست لپاره ۳۷ کلن دیموکرات کاندید ښاغلي پيت بتیجېج د افغانستان د ناپایانه جنګ ختمول غواړي. هغه په افغانستان کي اووه میاشتي د عسکري خدمت کړی دی، خو اوس د افغان د جنګ سخت مخالف دی. بتیجېج پر ټرمپ باندي انتقاد کوي چي د افغان د جنګ د ختمولو وعدې يې نه دي عملي کړي. هغه پر کانګرس باندي ږغ وکړ چي د جمهورریس ټرمپ د جنګ کولو صلاحیت لغو کړي. (نیویارک ټایمز)

د سولي جهاني فهرست: افغانستان تر ټولو ملکونو ناامنه هیواد دی

د سولي جهاني فهرست د ۲۰۱۹ رپوټ وايي چي افغانستان په نړۍ کي تر ټولو ناامنه ملک دی. دوهم ناامنه هیواد سوریه ده. پدې لست کي د ۱۶۳ هیوادونو امنیتي وضع مقایسه سوې ده.

تبصره: د اشرف غني په دوران کي افغانستان د خپل تاریخ بدي ورځي تېروي، او اوس د اداري فساد تر څنګ په بې امنۍ کي هم اول لمبر سو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د