له اشرف غني عدالت غوښتونکی ځوان اته میاشتې وروسته لا هم نادرکه دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په هرات کې د یوې سترې غونډې په تالار کې د ګډ حکومت له مشر «محمد اشرف غني» عدالت غوښتونکی ځوان «رئیس ځاځي» په کابل کې تري تم شوی.

رئیس ځاځي کابو اته میاشتې وړاندې د ګډ حکومت مشر ته په یوه ستره غونډه کې د ځینو کسانو له لوري د خپلو ملکیتونو د غصب د شکایت اورولو په مهال د غني د ساتونکو له لوري ووهل شو چې وروسته د اشرف غني په امر نوموړی کابل ته د ستونزې د حل په موخه راوغوښتل شو.

کابل ته د رئیس ځاځي له تګ کابو اته میاشتې تېرېږي خو کورنۍ یې وایي، سره له دې چې ملکیتونه یې د غاصبینو له لوري نه دي ورکړل شوي تر څنګ یې رئیس ځاځی هم له هماغه شېبې ورک دي.

د رئیس ځاځي ورور «جهاد ګل ځاځي» له طلوع نیوز سره په خبرو کې له اشرف غني پوښتل چې، ایا د ورور ستونزې ته یې لاسرسی وشو؟ ایا د رئیس ځاځي له ځایه خبر یې؟

د نوموړي مور وویل، موږ ته وعده راکړل شوې چې ستونزې مو حلوو او  له ولسمشر سره مو لیدنه برابروو خو موږ کله هم هغه ونه لید او رئیس ځاځی له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شو.

طلوع نیوز په کابل کې له ارګ د رئیس ځاځي د برخلیک په اړه پوښتلي او هغوی یې پوښتنه د چارو ادارې  امنیتي او دفاعي څانګې ته راجع کړې.

د چارو اداره وايي، د رئیس ځاځي قضیه په عدلي او قضايي ارګانونو کې جریان لري او خپله نوموړی د ملي امنیت له لوري په یوه خوندي ځای کې ساتل کېږي.

خو د ملي امنیت چارواکي بیا د نوموړي په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

دا څه بلا مو پر برخليک واکمنه سوې ده او دې زموږ خلکو ته هم اريان يم چي ولي د دې شوم ساکښ په وړاندي نه را پاڅيږي؟