د صحابه کرامو په اړه د عمران خان بې ادبي او د مفتي تقي عثماني غبرګون

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزير عمران ولس ته په خپلې وينا کې د بدر غزا او احد غزا په تړاو څرګندونو کې د صحابه کرامو په شان کې بې ادبي کړې وه او ويلي  يې وه، چې د بدر غزا کې يوازې ۳۱۳ صحابه کرامو ګډون کړی و او نعوذ بالله «نور صحابه ډار شوي وو»

هغه دا هم ويلي، چې د احد په غزا کې صحابه کرامو رضي الله عنهم ته پيغمبر عليه السلام امر کړی و، چې له غره به نه راکوزيږي، خو عمران يوه بله بې ادبي کړې  او د صحابه کرامو په اړه يې ويلي، چې «د چور او چپاول»لپاره له غره راښکته شول.

د عمران خان دې څرګندونو د پاکستان په ديني حلقو او عامو خلکو کې  پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د اسلامي نړۍ ستر عالم او د دارالعلوم کراچۍ نايب مشر مفتي محمد تقي عثماني د عمران څرګندونو په ځواب کې ويلي، چې د بدر غزا کې د صحابه‌ کرامو نه ګډون په اړه د عمران څرګندونې په ناپوهۍ او بې ادبۍ ولاړې دي.

مفتي تقي عثماني په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې کعب رضي الله عنه په څرګندو ټکو فرمايي، چې بدر غزا کې د قريشو له قافلې پسې د وتلو پرېکړه په بيړه شوې وه، له همدې امله په کې ډېرو صحابه کرامو ګډون ونشو کړای او په دې اړه صحابه کرام «ډارن» بلل د صحابه وو په حق ظلم او تېری دی.

د احد غزا په اړه شيخ تقي عثماني وايي،  چې د احد په غزا کې هم صحابه کرامو فکر وکړ، چې دښمن تښتېدلی، له همدې امله يې د غره څوکه پرېښوده او ميدان ته راغلل.

هغه وايي، چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم دا کړنه نافرماني نه بلل کيږي او دې ته چور، چپاول ويل هم د صحابه کرامو په حق سپکاوی او ظلم دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

وخت مو په خیر،
عمران خان او پوځ یی اوس نو باید طالیبان وپیژنی،او د هغوی په قومانده نور جنګ ونه کړی،
اوس نو بس ده ،
طالبه وروره ته څنګه د داسی ځناور د جهاد فتوا منی.چه د اصحابو بی احترامی کوی،
همدا اوس توپک واچواه.سوله ته لبیک ووایه.
هغه د سندر غاړی خبره،،،،،،،،،،،،چه ماته جانان ووایه……په ښه شان ووایه….