تږی یمه؛ اکرام الدين مفتون

 اکرام الدين مفتون

مستو پیالو ته ضرورت لرمه تږی یمه
لمدو لېمو ته ضرورت لرمه تږی یمه

د للمې ګل یمه نور مرم د پسرلي بارانه
د ستا شېبو ته ضرورت لرمه تږی یمه

په خپل ټټر د شهادت زمزمه ستا په خاطر
سرو پرهرو ته ضرورت لرمه تږی یمه

ستا د هجران غرمو بیخي لېونی کړی یمه
د سیند څپو ته ضرورت لرمه تږی یمه

خاونده زه دې په بدنیتو کې بې وسه کړمه
د مخ خولو ته ضرورت لرمه تږی یمه

د ښار بوتل د چرګ عادت پیدا کوي انسان کې
د غره چینو ته ضرورت لرمه تږی یمه

ماشوم ځانګو د ژړا په داسې وایي
مورې شودو ته ضرورت لرمه تږی یمه

افغانستان یم، پېغلې سولې ستا خوږه لپه کې
یخو اوبو ته ضرورت لرمه تږی یمه

بیلتون دې داسې کړم مفتونه لکه مړاوی ګلاب
د ستا لیدو ته ضرورت لرمه تږی یمه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د