نړيوال جام: استراليا له سختې لوبې وروسته پاکستان ته ماتې ورکړه – ویډیو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوال جام په ترڅ کې نن د چهارشنبې په ورځ په ۱۷مه سيالۍ کې د پاکستان او استراليا لوبډلې مخامخ شوې چې په کې استراليا له سختې لوبې وروسته پاکستان ته د «۴۱» منډو په توپير ماتې ورکړه.

په ياده لوبه کې د پاکستان لوبډلمشر سرفراز احمد پچه وګټله خو لومړی يې آرون فينچ ته د توپوهنې بلنه ورکړه، ځينو مبصرينو پيچ ته په کتلو دغه پريکړه د پاکستان په ګټه وګڼله خو ځينو نورو لومړی توپوهنه کول غوره بللې وه.

دراستراليا لوبډلې لخوا آرون فينچ او ډيويډ وارنر په زړه پورې پېل وکړ، چې فينچ له «۸۲» منډو وروسته د محمد عامر په توپ وسوځېد خو ډيويډ وارنر وتوانېد د خپل کيريئر پنځلسمه سليزه ووهي، دوی دواړو په ګډه «۱۴۶» منډې ملګرتيا جوړه کړه.

له دوی وروسته محمد عامر په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د استراليا لوبډلې منډې يې يوازې تر «۳۰۷» محدودې کړې، نوموړي په لسو اورونو کې د ۳۰ منډو په بدل کې ۵ ويکټې واخيستې، د محمد عامر لپاره دا په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو غوره توپ اچونه وه.

په ځواب کې پاکستان لوبډلې د فخر زمان له ويکټې وروسته ښه پېل وکړ، خو په ۱۳۶ منډو د امام الحق او په ۱۴۶ منډو د محمد حفيظ ويکټې له غورځېدو وروسته يې پرلپسې ويکټې له لاسه ورکړې او لوبډله يې له سخت فشار سره مخ شوه.

په وروستيو کې وهاب رياض يو وار بيا په زړه پورې ۴۵ منډې وکړې چې استراليا لوبډله يې له سخت فشار سره مخ کړه، نږدې وه چې لوبه هم وګټي خو د نوموړي ويکټې له پريوتو وروسته پاکستان ونشو کړای ټاکلی هدف بشپړ کړي او په ۴۶م اور کې يې ټوله لوبډله په ۲۶۱ منډو وسوځېده.

ډيويډ وارنر د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي په ۱۱۱ توپونو د يوې شپږيزې او ۱۱ څلوريزو په مرسته «۱۰۷» منډې جوړې کړې, همدا ډول محمد عامر په پنځه ويکټو اخيستلو غوره توپ اچونکی ونومول شو.

د پاکستان او استرالیا ترمنځ د سیالۍ ویډیویي لنډيز:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د