ميدان وردګ: د طالبانو بريد کې يو پيلوټ وژل شوی«انځورونه»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره ورځ د ميدان وردګ ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې يو تن دولتي پيلوټ په وسله وال بريد کې وژلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د نعمت الله نظري په نامه ياد پيلوټ چې په ولسي وګړو يې بمبارۍ ترسره کړي دي، د طالبانو په تکتيکي بريد کې وژل شوی دی.

مجاهد زياتوي چې ياد پيلوټ د دوی تر تعقيب لاندې و چې په وينا يې د خپلو اعمالو په سزا ورسېد.

مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه د ياد پيلوټ انځورونه او اسناد هم خپاره کړي دي.

تر اوسه دولتي چارواکو د نعمت الله نظري د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

تبصرې (1)

  • غیره له وژنی نور څه دلته نشته. پوسته فتح شوه دومره عسکر او پولیس ووژل شول. نه د ترقی خبری، نه دی یوالی او وحدت. سوله او اوربند خو به هیڅ کله واونوری.