
دوستم: شمال ته د طالبانو دېرش زره جنګیالي راتلونکي دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر لومړی مرستیال «عبدالرشید دوستم» وايي، د طالبانو د سرې قطعې دېرش زره نفري ډله چې په پرمختللو وسلو سمبال ده، شمال ته راتلونکې ده.
دوستم چې تېره ورځ یې په جوزجان ولایت کې د «مور» د ورځې په مناسبت رابلل شوې غونډې ته خبرې کولې وویل « نور د شمال د نا امنیو په وړاندې بې توپیره نه پاتې کېږو او که چېرې په دې ولایت کې نا امني نوره هم زیاته شي زه تیار یم د پولیسو له مشر سره د جنګ لومړۍ کرښې ته ولاړ شم او هلته د طالبانو په وړاندې وجنګېږم».
دوستم زیاته کړه « زما د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د سرې قطعې ۳۰ زره نفري ډله، د ۵۰ چاودېدونکو موټرو او واسکټونو په ملتیا د شمال لوري ته راتلونکي ديِ».
دوستم په پای کې له طالبانو وغوښتل څو له جګړې لاس واخلي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.
دوستم شمال ته د ۳۰ زره طالب جنګیالیو د راتګ خبره له طالبانو سره د جګړې ډګر ته د ۲۰ زره جنګیالیو سره د یو ځای وتلو تر ادعا یوه اونۍ وروسته کوي.
په ورته وخت کې؛ د جوزجان ولایت ته د طالب جنګیالیو د ورتګ خبرونه داسې مهال رامخته کېږي چې، څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې په شمال کې دولتي چارواکي د داعش د تمویل او تجهیز دنده مخته وړي او د محلي پولیسو له منځه د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر پوره کوي.