غور: قومي مشرانو سل کلي د امنیت په هیله طالبانو ته سپارلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د غور ولایت په مرکز «فیروز کوه ښار» او «دولتیار» ولسوالۍ کې قومي مشرانو سل کلي طالبانو ته سپارلي او له هغوی یې د خپل امنیت هیله کړې.

اوا خبري اژانس د غور د والي د ویاند « عبدالحی خطیبي» له خولي ليکي چې؛ یاد کلي پرته له کومې نښتې د قومي مشرانو په مرسته  طالبانو ته سپارل شوي او اوس په بشپړ ډول هغوی ورباندې حاکم دي.

خطیبي زیاتوي « که څه هم د کافي اندازه امنیتي ځواکونو نشتون د طالبانو په وړاندې عملیات ټکني کړي خو دا مهال د ځانګړو ځواکونو یوه ډله غور ته رارسېدلې او د یادو کلیو د بیاځلې نیولو په طرحه کار کوي».

د غور ولایت ولایتي شورا بیا یاد ولایت ته د مرکزي حکومت نه پاملرنه د کلیو د سقوط لامل بولي.

د ولایتي شورا یو  غړي « عبدالبصیر قادري» وايي، که چېرې کافي اندازه پرسونل موجود وای قومي مشرانو به کله هم کلي طالبانو ته نه وای سپارلي.

قادري زیاتوي « حکومت د یادو کلیو د امنیت د تامین په برخه کې پاتې راغلی له همدې امله قومي مشرانو طالبانو ته د کلیو سپارل غوره بللي.

د قادري په خبره؛ که څه هم د ځانګړو ځواکونو یوه قطعه ولایت ته رارسېدلي خو تر اوسه یې داسې عملیات نه دي کړي چې، د قناعت وړ دې وي.

غور ولایت د طالبانو د الفتح عملیاتو په بهیر کې د شدیدو حملو شاهد پاتې شوی، همدا څو ورځې وړاندې په یاد ولایت کې د ۲۰ اربکیانو په ګډون د سلما بند د ساتنې د کنډک مشر «فواد اندرابي» هم د طالبانو په یوه برید کې له منځه تللی.

بل لوري ته په غور ولایت کې د طالبانو د نفوذ ساحه داسې مهال ورځ تر بلې پراخېږي چې، حکومت په څلورو میاشتو کې دننه د طالبانو د له منځه وړلو او د هغوی د ملا د تیر ماتولو ادعا لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

چيری چی د مبارکو طالبانو پښی ورسيږی او د دوی تر حاکميت لاندی راشی ، هلته امنيت راشی ، هلته د خلکو عزت او سر او مال ئی په امان شی ، دا به ولی د عزت د خاوندانو نه خوښيږی چی سر او مال ئی په امان وی .