د المان ځانګړی استازی: د بین الافغاني مذاکراتو د دایرولو لپاره هڅې کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د المان هیواد ځانګړی استازی « مارکس پوتزل» وایي، هیواد یې د بین الافغاني مذاکراتو د دایرولو لپاره هڅې کوي او په نږدې راتلونکې کې د یوې داسې غونډې په رابللو کار کوي چې د حکومت او طالبانو استازي پکې ګډون ولري.

پوتزل چې په کابل کې یې د مېرمنو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل « المان افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو ته د زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوي او په نږدې راتلونکې کې د یوې داسې ناستې په رابللو کار کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ۶۰ تنه استازي پکې ګډون ولري».

پوتزل زیاته کړه « د یادې غونډې په رابللو کار روان دی خو د ځای په اړه یې لا هم کومه موافقه نه ده شوې».

په ورته وخت کې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سولې په برخه کې د المان هیواد هڅې مثبتې او اغېزمنې واقع کېدای شي.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال « ادریس زمان» په قول؛ تمه ده نوموړی به له پوتزل او خلیلزاد سره په ګډه قطر ته ولاړ شي او هلته به له طالب استازو سره وویني.

د المان هیواد داسې مهال د ګډ حکومت او طالب استازو تر منځ د غونډې رابللو هڅې کوې چې طالبانو تر دې دمه د ګد حکومت له استازو سره په بشپړ ډول خپلې لیدنې رد کړې او حکومت یې د امریکا ګوډاګی بللی.

په داسې حال کې چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ خبرې یوې مثبتې پایلې ته په رسېدو ښکاري، ګډ حکومت لا هم د یادو خبرو برخه نه دی او د مذاکراتو له دې بهیر څخه هیڅ جزئیات په لاس کې نه لري.

دشنونکو له قوله؛ له واک سره د ډاکټر اشرف غني لېونۍ مینه او د ګډ حکومت د سولې ضد ستراتېژي هغه څه دي چې حکومت یې د خبرو له مېزه ګوښې ته کړی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

عبس جعلی غونډی مه جوړوی, ګیس مه جوړوی د سولی ښکلی ماحول مه خرابوی د سبوتاژ هڅی بندی کړی او صرف د قطر اصلی غونډو ته غوږ ونیسی او مثبتو پایلو یعنی د اشعالګرو شړلو مهمه مساله چی د ستونزو بسټګره ده باید اول حل شی.

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

د واک سره د ډاکټر اشرف غني تر لېونۍ ميني مي دا متل را په ياد سو چي وايي:« غوښي د هر چا خوښي دي، خو پيشي ايمان پر را وړی دی». ښاغلی اشرف د واک له هغو مينانو څخه دی چي وايي:« يا به مي ستا ياري ، ياري سي يا به مي سر د غرغړې شمال وهينه». او دا شعار هم ورکوي چي: «يا ارګ يا مرګ». شا باس هر څوک چي مين کيږي بايد دغسي رښتينی او سر سپارلی مين وي. پخوابه داسي ويل کېدل: ای مرغ سحر عشق زپروانه بياموز کانرا که سوخته جان شد خبرش… نور لوستل »