اشرف غني د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ قرغیزستان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه د قرغیزستان پلازمېنې «بېشکیک» ته ولاړ.

له ولسمشرۍ ماڼې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، اشرف غني به د یاد سازمان په غونډه کې د وینا تر څنګ د شانګهای سازمان د غونډې له یو څو ګډونوالو سره هم وګوري« جمهوررئیس غني به د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې د وینا ترڅنګ د دې ناستې په څنډه کې د یاد سازمان د غړو هیوادونو یو شمېر مشرانو او استازو سره هم وګوري».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د