د روسیې ولسمشر: ولادیمیر پوتین

پوتین: له نورو هیوادونو سره په ګډ ه دافغان سولې په برخه کې هڅې کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د روسیې ولسمشر «ویلادیمیر پوتین» وايي، هیواد یې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د سیمې له یو شمېر نورو هیوادونو سره په ګډه د افغانستان د سولې او ثبات په لاره کې هڅې کوي.

پوتین چې له یوه ځايي تلویزون سره یې خبرې کولې وویل « موږ د ایران او شمالي کوریا د هستوي پروګرام په ګډون د منځني ختیځ یو شمېر مسائلو اندېښمن کړي یو او د افغانستان په مسئله کې هم له نورو هیوادونو سره په ګډه هڅې کوو».

پوتین زیاته کړه « موږ د افغانستان د کشالې په برخه کې له متحده ایالاتو سره ، کوم چې په افغانستان کې له درانده زیان سره مخ شوي، په همغږي ډول  دې کشالې ته د حل راپیدا کولو زیار ګالي»

د پوتین په خبره؛ هیواد یې تر دې وړاندې هم د افغان سولې په برخه کې خپلې هڅې نه دي سپمولي او په دې تمه دی چې دا هڅې یوه مثبته پایله له ځانه سره ولري.

پوتین داسې مهال د افغانستان د سولې په برخه کې د دوامداره هڅو ادعا کوي چې، هیواد یې دوه ځلې د افغان سولې په بهیر کې د افغانانو د خپلمنځیو ناستو کوربه وو.

پر دې سربېره؛ روسیې کابو دوې میاشتې وړاندې له چین او متحده ایالاتو سره په ګډه د افغانستان د ثبات او سولې په تړاو غونډه کړې وه او په یاده درې اړخیزه غونډه کې ټول لوري په دې سلا شوي وو چې بهرني فوځيان باید نور له افغانستان څخه ووزي او هیواد افغانانو ته پرېږدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د