امریکايي جنرال یو ځل بیا د داعش له لوري په امریکا د حملې ادعا تازه کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د متحده ایالاتو د «مرین ځواکونو» عمومي جنرال مک کېنزي وايي، په افغانستان کې د داعش زیاتېدونکی نفوذ اندېښمنوونکی دی او یاده ډله په متحده ایالاتو برید ته په تیاري بوخته ده.

د طلوع نیوز د راپور په حواله؛ مک کېنزي وویل « په متحده ایالاتو باندې برید د داعش ډلې تر ټولو ستره هیله ده خو زموږ د زیاتېدونکي فشار له امله به دوی دې هیلې ته ونه رسېږي».

کېنزي زیاته کړه « په افغانستان کې ددې ډلې شتون زموږ لپاره اندېښنې زیاتې کړې او زموږ د پرلپسې نظامي عملیاتو سره، سره دا ډله لا هم د عملیاتو او نظامي بریدونو توان لري».

کېنزي په روانه اونۍ کې دوهم لوړ پوړی امنیتي چارواکی دی چې له افغانستان څخه د داعش ډلې له لوري په امریکا د برید خبر ، پرته له څرنګوالي ورکوي.

تېره اونۍ هم امریکايي ورځپاڼې «اسوشیټيد پریس» د یو شمېر افغان او امریکایي امنیتي چارواکو له قوله لیکلي وو چې، داعش په امریکا د برید نیت لري او دا ډله ورځ تر بلې په سیمه کې خپل نفوذ پراخوي.

په افغانستان کې د داعش د نفوذ د پراختیا او ددې ډلې له لوري په امریکا د برید خبرونه د هیواد په شمال کې د ګډ حکومت د چارواکو له لوري د داعش د تمویل او تجهیز  له راپورونو سره ګډ خپرېږي.

رسنۍ ادعا کوي چې، په شمال کې داعش په حکومتي وسلو سمبالېږي او د جنګیالیو شمېر یې د محلي اربکیانو له منځه ورپوره کېږي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د داعش د تقويې خبرونه د طالب او امریکايي استازو له مذاکراتو سره جوخت راپورته کېږي.

د شنونکو له قوله؛ داعش په هغه سټېج کې نه ده څومره چې د غربي رسنیو او امنیتي چارواکو له لوري ورته کار کېږي.

ددوی په خبره؛ دا هر څه د ګاونډیو هیوادونو د وېرولو او په طالبانو باندې په مذاکراتي مېز کې د امتیاز منلو په موخه ترسره کېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

نړیوال اشعالګراو دشهتګر د فتنو جرړی دی همدغه جنرالان دی چی بلاربیږی فتنی, ناامنۍ زیږوی.

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

دغه جنرال مطلق دروغ وايي. متل دی چي: «درواغجن دي درواغ وايي او رښتيا ګوی دي قياس پر کوي».
اوس ټول افغانان پوهيږي چي دوی په افغانستان کي سخته او تاريخي ماته خوړلې ده او دوی په دې اوتو بوتو سره د خلکو فکرونو د خپلي ماتي څخه اړوي او داسي ايسوي چي ګواکي اوس لا هم په دوی کي دلته د جګړې کولو شومه سته، خو حقيقت دادی چي د دوی دا خبري مازي لافي او تشي غټ بازی دي.

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

General Frank McKenzie, U.S. Central Command chief, is not telling the truth. ISIS or ISIL fighters in Afghanistan are Really CIA militia and MI6 Thugs.
(link: https://www.veteranstoday.com/2015/07/09/isil-fighters-in-afghanistan-are-really-cia-and-mi6-thugs/) veteranstoday.com/2015/07/09/isi…

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

باور وکی د سکرو خوړل به دومره خواګرځن نه وی لکه زموږ د هیواد د وروستیو اتیا کلونو په تاریخ کی چی د جنرال او مارشال د نوم او د جنرال او مارشال د کارنامو اورېدل خواګرځن دی نو اټکل دی وسی چی د استعماری او امپریالیسټی جنرالانو کړنی او څېرې به څومره خواګرځنی او کرکجنی وی. بله دا چی د پورته ټپوس غوندی جنرالانو چرندیات یوازی او یوازی د لیبرال دموکراسی د لارویانو او همدارنګه زموږ د هیواد د ډیرو روشنفکرانو! او لیبرالیزم د مریدانو لپاره یو ډول فکری مصنوعی تنفس او همدارنګه د بصیرت او ایمان د خاوندانو… نور لوستل »

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

امریکیان د وچ زور څخه کار اخلی خو څوک نه شته چی د امریکی مقابله وکڔی. د صهونیستانو پالیسی د stick and carrot په اساس ده. امریکیان د نورو ملتونو څخه حیاء نه لری او د هر ملک سره د خر چلند کڔی. چین ادعاء لری چی تایوان د چین خاوره ده ولی د امریکی له ویره څخه په تایوان باندی خپل حاکمیت په زوره نه شی چلولوی. روسان پر همدی ترتیب د یوکراین څخه دفاع ونه شوه کڔی او اوس اوکراین د غرب ترچتر لاندی راغلی. وچ سری پښتانه 200 کاله کیږی چی ویده دی او اوس پوه شوی… نور لوستل »