امریکا: نور به له افغانستان سره د «سپینو چیکونو» له لارې مرسته نه کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالات وایي، نور به د افغانستان سره همکاري او مرسته د سپینو چیکونو له لارې نه کېږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، نن ورځ د ۲۰۲۰میلادي کال لپاره د بودیجې د ارزولو په غونډه کې وویل « نور له افغانستان سره د بیا رغونې او امنیت په چارو کې د سپینو چیکونو له لارې مرسته نه کوو او د افغانستان له حکومت هیله لرو څو خپلې مرستې د بیا رغونې او پرمختګ په لارو چارو کې ولګوي».

د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړې ډيپلوماټې « ایلس ویلز» وویل، که څه هم د افغانستان حکومت د فساد د مخنیوي په برخه کې هڅه کړې خو دا کار لا هم دوامداره هڅو ته اړتیا لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت داسې مهال له افغانستان سره په خپلو مرستو د محدودیتونو وضع کولو خبر ورکوي چې، ددې هیواد سلګونه میلیونه ډالر په افغانستان کې د حکومتي چارواکو د فساد په پایله کې اختلاس شوي.

همدا څو ورځې وړاندې د امنیتي ځواکونو د غوښې په قرارداد کې د یوه کال دننه د سلګونو میلیونو افغانیو د ورکېدو خبر ورکړل شو او په غبرګون کې یې د قراردادي شرکت مشران ونیول شول.

بل لوري ته امریکا داسې مهال له ګد حکومت سره د مرستې کمولو غږ کوي چې، د طالب او امریکایي استازو تر منځ خبرې وروستۍ پایلې ته په نږدې کېدو ښکاري او تر ډېره تمه داده چې بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ووزي.

د شنونکو په باور؛ که چېرې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، متحده ایالات به له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي او پایله به یې د ګډ حکومت په ړنګېدو تمامه شي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ahmad
میلمه
ahmad

امریکا په خپله خوښه نه وځی ، مګر چه الله یی دمؤمنوافغانانو په مټو ناکام او وشرموی، که نه نو دا تاریخ او دا ورځ دی نښه وی هغوی دومره مصارف تلفات هسی نه دی ورکړی چه اوس یی خوشی په خوشی په سیند لاهو کړی. صرف او صرف به د الله په وهلو ورکیږی په خپله خوښه نه ځی.

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

مرګ پر امريکا او تېر يې تر مرستو د دې وحشي اشغالګرو مرستي د امريکې او افغانستان د غلو جيبونو ته لوېږي او په بمباريو او شپنيو عملياتو کي يې افغان ولس وژل کيږي. ځناور صفتو ښکېلاکګرو هر څه ژر زموږ له ګرانه هيواده ووزئ ! موږ ته مو په حقيقت کي له ورانۍ او مرګ ژوبلي پرته بل هيڅ نه را کړي دي او نه يې درڅخه غواړو. د ټولو افغانانو يوازينۍ غوښتنه داده چي زموږ له هيواد څخه مخونه پرته کړئ. که نه افغانان به مو د مخکنيو ښکېلاکګرو غوندي د مټه په زور باسي. لاتر اوسه يې… نور لوستل »

نن ټکی آسیا
غړی
نن ټکی آسیا

خدای نور نه غوهړو جنک نورمی افغانیستان
راجوړکه